لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا د امریکا د صبر کاسه راډکه کړې ده، ټرمپ


د صدر ډونلډ ټرمپ او مون ترمنځ دا وړومبۍ ليدنه وه.
د صدر ډونلډ ټرمپ او مون ترمنځ دا وړومبۍ ليدنه وه.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ ویلي شمالي کوریا د امريکې د صبر کاسه راډکه کړې ده.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ د جنوبي کوريا صدر مون جا اِن سره په سپينه ماڼۍ کې ليدلي او دغه خبره يې کړې ده.

ټرمپ په روزګارډن کې په خبرو کې نوموړي د پيانګ يانګ جوهري او ميزايل پروګرام ته د سخت غبرګون ويلو څرګندونه کړې ده.

هغه وويل "دشمالي کوريا رژيم سره د سټرټيجيکي صبر دوره ناکامه شوې ده".

ټرمپ او مون په دې اختلاف لري چې په شمالي کوريا د وسلود پروګام په اړوند څومره فشار واچول شي، دواړو مشرانو د خپلو ملکونو د دفاعي مرستو په لړ کې په ځينو اړخونو نيوکې هم کړي دي، خو د جمعې په ورځ دواړه مشران په دغه اړوند متفق ؤ.

دواړو مشران د ټاکلي وخت نه تر ۳۰ منټو پورې زيات وخت پورې ليدلي او خبرې اترې يې کړي دي.

مون د ټرمپ اراده ستايلي چې هغه د دفاعي چارو نه تر د شمالي کوريا د شخړې پورې پراخه موافقه کولو جوګه شو.

مون وويل"د شمالي کوريا جوهري معامله د ناکامۍ نه پرته په هر حال کې هوارېدل پکار دی، شمالي کوريا ته دې په دې لړ کې د امريکا اوجنوبي کوريا ارادې کمزورې ګڼل نه پکار".

مون د شمالي کوريا سره د بندېزونو او خبرو د لارې مخ په وړاندې تلل غواړي خود ټرمپ پام په پيانګ يانګ باندې د نور فشار په سېوا کولو دی.

صدر ټرمپ ویلي، "امريکا د سيمې د نورو قوتونو او زمه وارو رياستونو غوښتنه کوي چې شمالي کوريا سمې لارې ته اړ کولو او بندېزونو لګولو په لړ کې زمونږ همکاري وکړي او دا کار دې زر وکړي".

د صدر ډونلډ ټرمپ او مون ترمنځ دا وړومبۍ ليدنه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG