لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر ته دسعودي ائتلاف ورکړی شوي مهلت کې پراختیا


مهلت کې د پراختیا غوښتنه د کویت امیر کړې وه
مهلت کې د پراختیا غوښتنه د کویت امیر کړې وه

سعودي عرب اؤ ائتلافیانو یې د خپلو غوښتنو منلو دپاره قطر ته ورکړی شوي د لسو ورځو مهلت کې د دوؤ شواروزو نوره پراختیا کړې ده.

دغه مهلت کې د پراختیا غوښتنه د کویت امیر کړې وه چې د سعودي ، متحده عرب اماراتو، بحرین اؤ مصر ترمینځ د پیدا شوې شخړې په هواري کې منځګړتوب کوي.

قطر ته د ائتلافي هیوادونو لخوا ورکړی شوی دغه لس ورځنی مهلت د اتوار په ورځ ختمیدونکی ؤ خو د مهلت ختمیدو نه وړاندې د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د سعودي څخه غوښتنه کړې وه چې خپل مهلت باید نور هم وغځوي.

دکویت اؤ سعوي سرکاري خبري شبکو د دوشنبې په سحر ویلي چې قطر ته ورکړی شوي مهلت کې د دوؤ شواروزو یا ۴۸ ساعتو پراختیا شوې ده.

سعودي عرب اؤ ائتلافیانو یې په قطر تور لګولی ؤ چې ایران سره په ګډه ترهګرۍ ته وده ورکوي اؤ ددغه هیواد سره یې خپلې سفارتي اړیکې شلولې دي.

وروستو ائتلافي هیوادونو قطر ته د دیارلسو غوښتنو یو فهرست ورکړی ؤ چې باید په دې لسو ورځو کې عمل وکړي .

په دغو غوښتنو کې ایران سره اړیکې کمول، دقطر خبري اداره الجزیره تړل، اؤ د قطر نه د ترکیې دپوځونو ویستلو غوښتنې هم شاملې دي

دقطر د بهرنو چارو وزیر د مخه په ډاګه کړې ده چې دغه غوښتنې ورته د منلو نه دي اؤ ویلي یې دي که هیواد یې دا غوښتنو ته غاړه ږدي نو دا به داسې وي لکه دخپلې خپلواکۍ نه چې لاس پسر کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG