لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب: ترهګر برید کې عسکر وژل شوی، درې ژوبل


د کړکېچ سره مخ العواميه نومي علاقه کې دا تازه پېښه ده.
د کړکېچ سره مخ العواميه نومي علاقه کې دا تازه پېښه ده.

د سعودي عرب په ختيځ کې د سه شنبې په ورځ يو پوځي کاروان باندې وسله وال بريد کې يو سعودي عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د کړکېچ سره مخ العواميه نومي علاقه کې دا تازه پېښه ده.

د تېلو پېدا کوونکې صوبې القطيف دا علاقه العواميه د سني حکومت او شيعه لږکۍ ترمنځ د کړکېچ مرکز دی، شيعه شکايت کوي د دويې سره دلته امتيازي سلوک کيږي.

د سعودي د وزارت يو ویاند دولتي خبري ادارې اېس پي ای ته ويلي سعودي عسکر د المصوره سيمې په پخوانۍ برخه کې د ګرنېډ په بريد کې وژل شوی او پلټنې روانې دي، وياند نور تفصيل نه دی ویلی.

د چارواکو په وېنا خواوشا دوه سوه کاله پخوانۍ سيمې د تنګو لارو کوڅو المصوره علاقه د بلډوزرو د لارې غورځول کيږي چې هلته نوي ودانۍ جوړې شي.

د ځايي چارواکو په وېنا امنيتي ځواکونو باندې بريدونو کې مطلوبه تُندلاري لاس لري.

تېره میاشت هم په دغه علاقه کې يوه چاؤدنه کې يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.

قطيف کې تېر کال يو شيعه عالم نمرالنمر ته په تشدد کې د ککړتيا په جرم کې د تېزندۍ سزا ورکړی شوې او د هغې وروستو دويې د خپلو حقونو دپاره زياتې مظاهرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG