لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکاد ملګرو ملتونو د لارې دشمالي کوریا په ضدسخته کارروايي غوښتې


هېلي ويلي امریکا به د شمالي کوريا په ضد ډېر زر نوي بندېزونه وړاندې کړي،او په راتلونکو څو ورځو کې به دا د امنيتي شورا غړو په منځ کې وي.
هېلي ويلي امریکا به د شمالي کوريا په ضد ډېر زر نوي بندېزونه وړاندې کړي،او په راتلونکو څو ورځو کې به دا د امنيتي شورا غړو په منځ کې وي.

امريکا د ملګرو ملتوو د امنيتي شورا غړو ته د چهارشنبې په ورځ ويلي د شمالي کوريا د بېن البراعظمي بيلاسټک ميزايل ازموينې او خطرې له سببه امريکا پوځي عملياتو ته تیاره ده، خوغواړي د سفارتي لارې دغه مسله هواره شي.

سفارتکارې نيکې هېلې ويلي امريکا د خپل ځان او اتحاديانو د دفاع دپاره تیاره ده. "زمونږ يو صلاحيت زمونږ پوځ او که ضرورت پېښ شو استعمال به يې کړو".

امریکا ۲۸۵۰۰ عسکر په جنوبي کوريا او ۵۰۰۰۰ په جاپان کې په ځای کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ راغوښتې شوې بېړنې غونډې ته په وېنا کې هېلي وويل، "مونږ به دا پوځ وکارؤ که ضرروي شوه خو مونږ دې ته وړومبی والی نه ورکوؤ".

شمالي کوريا په وړومبي ځل ائي سي بي اېم ميزايل کارولی د کوم چې په غټه کچه غندنه روانه ده او يو سفارتي بحران يې رامنځته کړی دی. ښايي دغه ميزايل د شمالي امریکا پورې رسي.

هېلي ويلي امریکا به د شمالي کوريا په ضد ډېر زر نوي بندېزونه وړاندې کړي،او په راتلونکو څو ورځو کې به دا د امنيتي شورا غړو په منځ کې وي.

امریکايي چارواکو اشاره ورکړې چې په نوو بندېزونو کې د تېلو او توانايې په نورو لارو چارو بندېزونه شامل دي کوم چې د پيانګ يانګ پوځ او وسلې پروګرام ته ځي،د شمالي کوريا هوايي او سمندري څار به سېوا کولی شي.

امریکا او چين لا په دې خبره لرې دي چې د شمالي کوريا په ضد څه وکړي، او د شمالي کوريا په ضد د امریکا اقدام ته د بيجينګ مثبت غبرګون به مهمه کاميابي وي.

امریکايي سفيرې په ډاګه د چين حواله ورکړې چې" ځينې ملکونه د ملګرو ملتونو د قراردادونو سرغړونه کوي چې د شمالي کوريا سره د کاروبار اجازه ورکوي او ډاډګېرنه يې کوي. او دغه ملکونه خپل تجارت د امریکا سره هم دوامداره ساتي".

چين د شمالي کوريا تر ټولو غټ شراکت دار دی اود روان کال په وړومبو کې د دواړو د تجارت حجم ۳۷.۴ فيصده ته رسېدلی ؤ.

چين د فرورۍ په مياشت کې اعلان کړی ؤ چې د ملګرو ملتونو د بندېزونو پروګرام عملي کولو په لړ کې به د ۲۰۱۷م کال د اخرې پورې به د شمالي کوريا نه راغوښتونکې ټوله کوئله بنده کړي.

کوئله د پيانګ يانګ يواځينی غټ تجارتي توکی دی چې بهر يې ليږي او د چين دغه اقدام پيانګ يانګ ته د سلګونو ملينو ډالرو په قېمت پرېوتی شی.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر د امنیت شورا ته وویل چې د شمالي کوریا دا عمل بیخې د منلو وړ ندی او چین یې غندي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG