لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په زر سرته رسؤلو ټینګار


دکاسا ۱۰۰۰ د غړو هیوادونو د مشرانو غونډه
دکاسا ۱۰۰۰ د غړو هیوادونو د مشرانو غونډه

د کاسا زر پروژې د غړو هېوادونو مشرانو ددغه پروژې د زر تر زره په سرته رسؤلو ټینګار کړی اؤ ویلي یي دي چې دغه پروژې غړي هیوادونه د انرژۍ په پُل سره تړلي دي.
دکاسا ۱۰۰۰ په نوم دغه پروژه کې افغانستان، پاکستان، تاجکستان اؤ قرغزستان برخه وال دي .
ددغه پروژې مقصد د افغانستان دلارې څخه پاکستان ته دقرقزغستان اؤ تاجکستان لخوا ۱۰۰۰ میګا واټه بریښنا یا بجلي ورکول دي.
دکاسا۱۰۰۰ پروژې دغړو هیوادونو غونډه نن د پنجشنبې په ورځ په تاجکستان کې شوې.
په دغه غونډه کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني، د تاجکستان جمهوررئیس امام علي‌رحمانوف، د پاکستان وریراعظم محمدنواز شریف، د قرغزستان وزیراعظم وزیر جيين بیکوف، د نړيوال بانک لوړي پلاوي او په کاسا زر پروژه کې د شریکو هېوادونو لوړ پوړو مشرانو برخه لرله.
دافغانستان دصدارتي ماڼۍ د بیان له مخې غونډې ته پخپله وینا کې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي د دولتونو ترمنځ مساوات په ځانګړي ډول وچه کې داېسارو دولتونو لپاره بندرونو ته لاسرسی او د سوداګرۍ عمومي فضا رامنځته کول ضرور دي.
اشرف غني زیاته کړه پاکستان او هند انرژۍ ته د اړتیا او د انرژۍ د ستر بازار په توګه مرکزي اسیا او افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
دافغانستان ولسمشر وویل”هیله‌من یم د انرژۍ په ډګر کې به له پنځلسو څخه تر شپاړسو زرو میګاواټو پورې برېښنا له مرکزي اسیا څخه د افغانستان د ټرانزیټ له لارې جنوبي اسیا ته انتقال کړو”
ښاغلي اشرف غني ټینګار وکړوکه لوی فکر ونه کړو، نو یوازې په په وړو پروژو کې به اېسار پاتې شو.
غونډې ته د تاجکستان جمهوررئیس وویل د کاسا زر پروژې دعمملي کولو طرحه دغړو هیوادونوترمنځ د خلکو په ګټه د ریښتونې همکارۍ ګټوره بېلګه ده.
هغه زیاته کړه، دغې طرحې موږ د انرژۍ په کلک پُل سره تړلی یو چې دغه همکارۍ به زموږ د هېوادونو په نورو حیاتي ډګرونو کې هم پراخې شي.
د تاجکستان جمهوررئیس وویل، د کاسازر پروژه د جنوبي اسیا له هېوادونو سره مرسته کوي چې د برېښنا انرژۍ له کموالي سره مخ دي.
دغه غونډې ته پخپله وینا کې دپاکستان وزیراعظم ښاغلي نوازشریف ویلي دغه پروژه به غړو هېوادونو ته اقتصادي، ټولنیزې او د چاپیریال ساتنې ګټې ور په برخه کړي او د انرژۍ کمښت به هم راټیټ کړي.
هغه وویل دکاسا۱۰۰۰ پروژې ترسره کیدو سره به دسیمې خلکو ته دکارموندې موقعې په لاس ورشي اؤ سوداګري به ورسره پیاوړې شي
د پاکستان لومړي وزیر وویل: دا پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د انرژۍ په مارکیټ کې ځانګړی اهمیت لري او د مرکزي اسیا چې د انرژۍ له پلوه بډایه ده او د جنوبي اسیا چې د انرژۍ له کمښت سره مخ ده، تر منځ د دوامدارې همکارۍ ښه بېلګه ده.
چې د کاسا زر پروژه د مهمو سیمه ییزو پروژو څخه ده چې په دوبي کې د قرغزستان او تاجکستان اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته انتقالوي.
د کاسا ١٠٠٠ د بریښنا پروژه ۵۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ډیره برخه یې د افغانستان د شپږو ولایتونو او ٢٣ ولسوالیو څخه تیریږي
د دغې پروژې لګښت له یو میلیارد ډالرو څخه ډیره اټکل شوی دی چې د دې رقم نیمایي د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG