لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:دداعش اؤ طالبانو په ضد عملیاتو کې ۲۶جنګیالي وژل شوي


Afghanistan
Afghanistan

افغان چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو اؤ افغان حکومت د مخالفو یاغي وسله والو نښتو کې ۲۶ جنګیالي وژل شوي اؤ ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

په عین حال کې افغان حکومت ویلي دخپلسره اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د ځپلو دپاره یې یو ځل بیا دننګرهار په هسکه مینه کې عملیات پیل کړي دي.

د شنبې یا جمعې په ورځ دافغانستان د دفاع وزارت له لوري مطبوعاتو ته د لیږل شوي یو بیان له مخې د حکومت مخالفه جنګیالو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ دغه نښتې په تیر یو شواروز کې ننګرهار،پکتیا، پکتیکا،کاپیسا،خوست،قندهار هلمند اؤ نورو بیلابیلو ولایتونو کې شوي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت پخپله اعلامیه کې ویلي په دغو نښتو کې د حکومت مخالفو وسله والو ته درانه زیانونه اړولي دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو لخوا د طالبانو اؤ داعش په ضد عملیات چټک کړل شوي اؤ افغان حکومت منلې چې پاکستان سره په ګډه پوله به ډیر زر پاکستاني ځواکونو سره په شریکه د وسله والو جنګیالو په ضد عملیات هم پیل کړي.

په افغانستان کې د وسله والو په ضد عملیاتو کې دغه چټکتیا وروستو له هغې رامینځته شوې چې د ۳۱ مئ څخه کابل کې د بمي چاودنو لړۍ پیل شوه اؤ په سوؤنو افغانان پکې مړه اؤ زخمیان شول.

راپورونه وایي افغان امنیتي ځواکونه دامهال په بیلابیلو ولایتونو کې دطالب جنګیالو ترڅنګ د ننګرهار هسکه مینه کې دداعش وسله والو سره هم په نښته بوخت دي.

د هسکې مینې امنیه قوماندا حمیدالله امریکا غږ ته ویلي چې په هسکه مینه کې امنیتي ځواکونه د داعش په وسله والو هوايي اؤ ځکمني بریدونه کوي.

په دغه نښته کې د مرګ ژوبلې کره شمیره مخې ته نه ده راغلې خو دننګرهار چارواکو دعوه کړې ده چې دداعش وسله وال یې د یوشمیر سیمو څخه زغلولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG