لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو جماعت الاحرار نړيواله ترهګره ډله ګرځولې


جماعت الاحرار د لاقانونه ګرځولې شوې تحريک طالبان پاکستان نه جدا شوې ډله ده،
جماعت الاحرار د لاقانونه ګرځولې شوې تحريک طالبان پاکستان نه جدا شوې ډله ده،

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا جماعت الاحرار د نړيوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامله کړې او د دې ډلې او دې سره اړوند تنانو باندې يې هر ډول سفري بندېزونه لګولي او اثاثې يې ورله تړلي دي.

پاکستان د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړې هرکلی کړی او د بهرنو چارو دفتر ويلي امنيتي شورا دغه ګام د پاکستان په سپارښتنه پورته کړی دی.

جماعت الاحرار د لاقانونه ګرځولې شوې تحريک طالبان پاکستان نه جدا شوې ډله ده، او دې ډلې په ملک کې د يو شمېر ترهګرو بريدونو زمه وارۍ منلې دي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا دا فېصله په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې د امريکا د سېنېټرانو يو پلاوي د اسلام اباد او کابل سفر کړی دی.

پاکستان تېر کال جماعت الاحرار ترهګره ډله ګرځولې وه.

پاکستان تور لګوي د دغه ترهګره ډلې مشران ختيځ افغانستان کې دی او د هلته نه په پاکستان کې ترهګري کوي خو دغه ډول تورونه افغانستان په پاکستان هم لګوي.

وتلی خبريال طاهرخان وايي د ملګرو ملتونو امنيتي شورا دا پرېکړه د پاکستان دپاره مهمه ده خو نوموړی وايي د دې اصل ګټې هغه وخت ترلاسه کېدی شي چې پاکستان ، افغانستان او په سيمه کې موجود نړيوال قوتونه د ترهګرو ډلو مخنيوي دپاره خپلې ګډې زمه وارۍ ترسره کړي.

"په دې کې د ټولو زمه واري جوړيږي چې څنګه دې مشکل او چېلنجونو مخه ونيسي خو د بدقسمتۍ نه داسې ښکاري د افغانستان او پاکستان او بيا د پاکستان او امريکې د تعاون او همکارۍ ډېر زيات کمی دی چې څه رنګ د دې مشکلاتو مخه ونيسو".

ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم د پاکستان په خاوره موجودې تُندلارې ډلې د نړيوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړي دي، خو په پاکستان کې داسې نيوکې کيږي چې د دغو ډلو په ضد کلک ګامونه نه پورته کوي، او داسې کول د پاکستان په دوه مخه پالیسۍ ياديږي.

د جماعت الاحرار پخوانی وياند احسان الله احسان چې دا وخت د پوځ په ولقه کې دی د اپرېل په مياشت کې پوځ ويلي هغه ورته ځان په خپله سپارلی دی.

پوڅ د احسان الله احسان يوه اعترافي ویډيوي بيان هم خپور کړی او د هغې وروستو ځينې سياستمدارو، د مدني ټولنې غړو او پېښور کې ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو مياندو او پلارانو داسې اندېښنې څرګندې کړې چې پوځ ګنې د هغه سره نرمي کولی شي.

خو وروستو پوځ ويلي د هغه سره به د قانون ترمخه چلند کيږي.

پاکستان د وړاندې نه نزدې ۷۰ تُندروه ډلې ترهګره ډلې ګرځولي خو پنجاب کې موجوده د هند مخالفه ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد چې ملګرو ملتونو نړيوال ترهګر ګرځولی پاکستان تراوسه دغه ډله ترهګره نه ده ګرځولې.

په پاکستان کې دننه او بهر نه دغه ډول ټکونه کيږي چې په ملک کې دننه تُندلاري ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG