لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني وایي پاکستان یې دسولې غوښتنه عملي کړې نه ده


هغه دغه خبرې دیک شنبې په ورځ کابل کې د انسجام او څارنې د ګډ بورډ ناستې ته پخپله وینا کې کړي دي .
هغه دغه خبرې دیک شنبې په ورځ کابل کې د انسجام او څارنې د ګډ بورډ ناستې ته پخپله وینا کې کړي دي .

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي پاکستان څخه یې غوښتنه کړې وه چې افغانستان سره یې اړیکې باید دولت په دولت وي خو دغه غوښتنه یې لا تر دې مهاله عملي شوې نه ده.

هغه په طالبانو غږ کړی چې یا خو دې د زړه نه سولې ته غاړه کښیږدي اؤ دې بیا هم دنړیوالې ټولنې لخوا دترهګرو په لسټ کې ور زیات شي .

هغه دغه خبرې دیک شنبې په ورځ کابل کې د انسجام او څارنې د ګډ بورډ ناستې ته پخپله وینا کې کړي دي .

افغانستان دتیرې یوې لسیزې راهسې په پخپل ګاونډي هیواد پاکستان تورونه لګوي چې افغان دولت سره د اړیکو ټینګولو پځایې یې افغانستان کې د اورپکو ډلو په ځانګړي ډول طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي اؤ په هغوئ یې افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړی.

په تیرو وختونو کې هم په پاکستان داسې تورونه لګول کیدل چې افغان حکومت سره د اړیکو ټینګولو پځایې یې بیلابیلو سیاسي ډلو اؤ افرادو سره اړیکې ساتلي اؤ هغوئ دځان په ګټه کاروي خو پاکستان همیشه دغه رقم تورونه رد کړي‌ دي.

افغان ولسمشر وویل مونږ په ډیر روغ زړه سولې ته لاس وړاندې کړو خو له بده مرغه دسولې دغه لاس ونه نیول شو.

هغه وویل افغانستان کې دنارضایتۍ احساس مخ په زیاتیدونکي ډول قومي بڼه غوره کوي ددې ډول قومي صف بندیو پټ زیانونه له پامه نه شي غورځول کیدی.

هغه وویل " باید دا ومنو چې پیچلې قومي نارضایتۍ په ژوره توګه احساس کیدلی شی، چې د تیر د نه پاملرنې او تبعیض زیږنده ده".

ولسمشر غني وویل د ملي یووالي حکومت به هیواد کې دغو زهرو خپریدو ته اجازه ورنه کړي.

پدې ناسته کې ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د خپل څلور کلن پلان یادونه هم وکړه وې ویل چې دا امنیتي پلان به افغان ځواکونه لا پياوړي کړي.

ولسمشر وویل یو عملي پلان به له خلکو او نړیوالې ټولنې سره په دریوؤ اوونیو کې دننه شریک شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG