لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنیځوؤ وګړو په وژنه هند ته د پاکستان احتجاج


دهند امنیتي چارواکي وایي چې دپاکستان له لوري د هند د ولکې لاندې کشمیر کې ځلمي اړي ګړي اؤ بریدونو ته لمسول کیږي.
دهند امنیتي چارواکي وایي چې دپاکستان له لوري د هند د ولکې لاندې کشمیر کې ځلمي اړي ګړي اؤ بریدونو ته لمسول کیږي.

پاکستان د هندوستاني ځواکونو لخوا په لاین اف کنټرول ډزو کې خپلې غاړې ته د پینځوؤ وګړو په وژل کیدو هند ته دخپل احتجاج ریکارډ کولو دپاره دهند مرستیال هائي کمشنر خارجه دفتر ته راغوښتی دی.

دپاکستان دخارجه دفتر یو بیان کې ویل شوي دهندي پوځ په ناتاره ډزو دپاکستان پینځه وګړي وژل شوي چې په هغې نن اسلام اباد کې دهند مرستیال هايي کمشنر جی پي سنګهـ خارجه دفتر ته راغوښتل شوی اؤ احتجاجي لیک ورته سپارل شوی.

خو دهند امنیتي چارواکي وایي چې دپاکستان د استخباراتي ایجنسو له لوري د هند د ولکې لاندې کشمیر کې ځلمي اړي ګړي اؤ بریدونو ته لمسول کیږي.

دهند تر ولکې لاندې دکشمیر د پولیسو مشر ښاغلي وید برتانوي خبري شبکې ته ویلي دپولې پورې غاړې څخه دکشمیر ځلمي په ټولنیزو رسنیو لمسول کیږي.

هغه ویلي په پاکستان کې څه ایجنسۍ هم دهاغو لارو څخه کار اخلي چې خپلسره دولت اسلامیه یا داعش خپلې کړي دي.

له دې وړاندې هم وخت په وخت د دواړو خواؤ نه په لاين اف کنټرول د ډزو خبرونه مخې ته راغلي او په دغو نښتو کې مرګ ژوبلې هم رامنځته شوي دي.

پاکستان او هند تل په یو بل د اوربند د تړون د ماتولو تورونه لګوي، په کال ۲۰۰۳م کې د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه پوله د اوربند تړون شوی ؤ.

دپاکستان او هند ترمینځ د کشمیر په شخړه اړیکې سختې تاوژنې دي اؤ په تیرو وختونو کې همدغه لانجه ددواړو هیوادونو ترمیځ د سختو جګړو سبب شوې هم وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG