لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني اؤ افغان پوځ په ډیورنډ دپاکستان دسرغړؤنو جاج اخستی


ولسمشر اشرف غني د وسله والو ځواکونو کمانډرانو ته د امنیت د ټینګښت په اړه سپارښتنې کړي دي
ولسمشر اشرف غني د وسله والو ځواکونو کمانډرانو ته د امنیت د ټینګښت په اړه سپارښتنې کړي دي

دافغانستان د ولسمشر ښاغلي اشرف غني په مشرۍ ددغه هیواد د وسله والو ځواکونو د سرقوماندانۍ یا کور کمانډرانو په غونډه کې دپاکستاان لخوا په دې وروستیو کې دډیورنډ په کرښه دشوؤ سرغړونو جاج اخستل شوی.
دچهارشنبې په ورځ د افغانستان دصدارتي ماڼۍ په یو بیان کې ویل شوي په دغه غونډه کې د افغانستان د بیلا بیلو ولایتونو وضعیت څیړل شوی اؤ ولسمشر اشرف غني د وسله والو ځواکونو کمانډرانو ته د امنیت د ټینګښت په اړه سپارښتنې کړي دي.
افغانستان اؤ پاکستان یو بل سره د ډیورنډ دکرښې په نوم ۲۶۴۰ کلو میټره اوږده پوله لري چې دغه پوله افغانستان د نړیوال سرحد په توګه نه مني اؤ پاکستان یې افغانستان سره خپل نړیوال سرحد ګڼي.
دافغانستان دصدارتي ماڼۍ بیان کې ویل شوي چې د اشرف غني په مشرۍ د اوچتې پایې دغه غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د سرغړو په هکله خبرې شوي خو ددغو خبرو تفصیلات نه دي روښانه کړی شوي.

د ډیورنډ په نوم دغه کرښه په کال ۱۸۹۳ کې دبرتانوي هند اؤ دافغانستان دهاغه وخت دامیر عبدالرحمان لخوا د یو تړون په اساس راښکل شوې وه.
نن هم ددغه کرښې دواړو غاړو ته ګڼې داسې سیمې شته چې دواړه هیوادونه یې د ملکیت دعوه لري.
په دې وروستیو کې پاکستان افغانستان سره دخپلې پولې د سمبالښت په نوم د ډیورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو اؤ پوځي پوستو په جوړولو لاس پورې کړی چې دغه عمل دافغان حکومت اؤ اولس غصه راپارولې ده.
افغان حکومت پاکستان خپله خاوره کې په لاسوهنه تورنوي اؤ دریځ لري چې دغه هیواد ترهګرو ته پخپله خاوره کې پناه ورکړې ده
په کابل کې د شوؤ وروستیو بمي چاودنو نه پس افغان چارواکو دعوه کړې وه چې کوټلي ثبوتونه په لاس کې لري چې دغه ترهګریز بریدونه د حقاني شبکې جنګیالو د پاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته کړي دي.
خو پاکستان د افغانستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي دترهګرو مخنیوي دپاره افغانستان سره په لګیدلې پوله د ازغن تار غځولو ترڅنګ پوځي پوستې هم جوړوي.
دافغانستان ددفاع وزارت لا دمخه څرګنده کړې ده چې دپاکستان لخوا د ډیورنډ په کرښه ازغن تار اؤ پوڅي پوستې جوړؤل ورته قبول نه دي اؤ د فرصت په پیدا کولو سره به دپاکستان دغه تاسیسات ړنګوي.
تیره میاشت د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد ویلي وؤ د١٨٩۶ز کال راپدېخوا افغان حکومت او اولس هېڅکله ډيورنډ کرښه نه خو ديو رسمي سرحد په حيث منلي او نه یې په حقوقي لحاظ ورته غاړه ایښې
امریکه غږ سره خبرو کې مرستیال ویاند زیاته کړې وه "که پاکستان داسې فکر کوي چې ترهګري د اغزن تار دغځولو په وسيله له منځه ځي، دا فریب دي، پاکستان افغانستان او ټوله نړۍ پوهېږي چې ترهګر چېرته دي او پټنځايونه يې چېرته دي”
نجیب الله ازاد دا هم ویلي وؤ که چېرې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې صادق وي نو بايد په خپل هېواد کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي او د هغوى ملاتړ ونه کړي بلکې باید چې افغانستان او نړۍ سره له ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې ودرېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG