لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدر ټرمپ په مداخله افغان جینکو ته دامریکا ویزې ورکړل شوې


Afghan girls
Afghan girls

داسې رپورټونه خپاره شویدي چې افغانو جینکو ته د هغې نه وروستو ویزې ورکړل شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغې مسلې کې مداخله وکړه.

د امریکا د پولیټکو خبرپاڼه وایي چې د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي امنیت د شورا د چارواکو نه وغوښتل چې دغو شپږو افغانو جینکو ته دی ویزې ورکړي، د هغې نه وروسته د امریکا د کورني امنیت وزارت پریکړه وکړه چې دغو جینکو ته به د لسو ورځو لپاره ویزه ورکړي.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار مرستیالې ډینا پاول وویل " مونږ په دغو افغانو جینکو ویاړو چې ساینسپوهانې هم دي. دوي د افغانانو استازیتوب کوي او د دې مثال ورکوي چې خلک خپل ارمانونه پوره کولی شي."

د دغې مسابقې تنظیمونکو د چارشنبې په ورځ ( جولایي ١٢) د فرسټ گلوبل په ویبپاڼې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د فرسټ گلوبل مشر جوسسټک د امریکا د حکومت نه مننه کړیده او وایي چې زه د امریکا د حکومت او د بهرنیو چارو د وزارت نه مننه کوم چې دغو افغانو جینکو ته یې په دی مسابقې کې د برخې اخیستلو لپاره امریکا ته د راتگ اجازه ورکړه.

د امریکا حکومت د هغې نه وروسته دغو شپږو جینکو ته د امریکا ویزې ورکړې چې په امریکا کې د دیموکرات سناتور برنې سینډرز په شمول په لسگونو تنو سیاستمدارانو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې دغو جینکو ته دې امریکا ته د راتگ اجازه ورکړي.

حتی د کانگرس ٣٢ غړو د امریکا د بهرنو چارو وزیر ته لیک واستوو چې په هغې کې یې لیکلي و دغو جینکو ته د ویزو د نه ورکولو فیصلې اندیښمن کړیدي او هیله لري چې دوي ته به ویزې ورکړل شي.

(د امریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG