لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټيلرسن عرب مشرانو سره ليدلي، د قطر شخړه لا په ځای


ټیلرسن د سعودي عرب باچا سلمان او د هغه د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم ليدلي.
ټیلرسن د سعودي عرب باچا سلمان او د هغه د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم ليدلي.

د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټیلرسن د زيارت په ورځ بیرته دوحې ته ستون شوی چې د قطر امير شېخ بن حماد التاني سره وويني، نوموړی د قطر او نورو څلورو عرب ملکونو ترمنځ د مينځګړي کردار لوبوي.

د سعودي عرب په مشرۍ متحده عرب امارات، بحرېن او مصر په قطر د ترهګرۍ د ملاتړ تور لګولی، او دوحه ته يې خپلې ۱۳ غوښتنې وړاندې کړي، قطر ويلي خبرو ته تیار دی خو خپلواکي نشي ورکولی.

ټيلرسن د شورو يا چهارشنبې په ورځ جده کې د سعودي په مشرۍ د وزيرانو د ډلې سره ليدلي خو نوموړي د هغې وروستو خبريالانو سره خبرې نه دي کړي.

ټیلرسن د سعودي عرب باچا سلمان او د هغه د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم ليدلي او د هغويې سره یې د ترهګرۍ پرضد د عملیاتو او هغويې ته د مرستو د بندولو اړه خبرې کړي دي.

محمد سلمان ټیلرسن ته هرکلی کړی او ويلي يې دي "مونږ خوشحاله یو چې زمونږ ترمنځ همکاري د پخوا په پرتله زیاته شوې ده او د دواړو ملکونو اړیکې لا ښې شوې دي."

د خبرو وړاندې د متحده عرب اماراتو يو چارواکي ويلي د قطر سره بحران ختمېدو دپاره به د ترهګرۍ د مالي مرستو نه لاس اخستل او ټولې ستونزې هوارول وي.

روانه اوونۍ د قطر د بهرنو چارو وزير د خپل امریکايي سیال سره اعلان کړی، امریکا او قطر د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخې نيولو په موخه يو يادداشت لاسليک کړی دی.

د سعودي عرب په مشرۍ ډلې د امریکا د ترهګرۍ په ضد هڅې ستايلي خو ويلي يې دي د نهې د ورځې لاسليک پوره نه دی دويې د ترهګرۍ په ضد جګړې او د ملاتړ په اړوند د قطر د سنجيدګۍ څارنه کوي.

امریکا اندېښنه لري چې د قطر او نورو خليجي ملکونو بحران په سيمه کې د ترهګرۍ ضد عملياتو ته زيان رسوي او د ايران اثر سېوا کوي.

قطر په منځني ختيځ کې د امریکا تر ټولو غټې پوځي اډې کوربه توب کوي او د امريکا په مشرۍ د اتحاد جنګي الوتکې د دغلته نه په عراق او شام کې د داعش په ضد عملیات کوي.

د قطر مخالفه عرب ملکونه د قطر نه غوښتنې لري چې د ايران سره اړيکې ختمې کړي، الجزيزه ټيلي ويژن بند کړي، په خپل ملک کې دې د ترکي پوځي اډه وتړي او په ملک کې موجود ترهګر دې هغوې ته وسپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG