لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې د ملېشې په مرکز د ځانمرګو بريد ناکامه کړی شوی


د پاکستان په قبايلي سیمو کې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو او چاؤدنو يو ځل بيا سېوا شوي دي.
د پاکستان په قبايلي سیمو کې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو او چاؤدنو يو ځل بيا سېوا شوي دي.

د پاکستان قبايلي سیمه خېبر ايجنسۍ کې د افغانستان سره په پوله پرته د بازار ذخه خېل په جړوبۍ علاقه کې دوه ځانمرګي د ملېشې په کمېپ ورغلي دي.

پوځ ویلي ځانمرګو کېمپ ته د ننوتو هڅه کوله خو امنیتي ځواکونو يې مخه نيولې، يو وژل شوی او بل ځان ته چاؤدنه ورکړې د ملېشې دوه عسکر پکې ژوبل شوي دي.

مطبوعات وايي د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د بريد زمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ ویلي د جړوبۍ په مشتړۍ کېمپ باندې بريد کوونکو ځانمرګي د افغانستان د لوري راوړېدلي دي.

د پاکستان په قبايلي سیمو کې په وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو او چاؤدنو يو ځل بيا سېوا شوي دي.

درې ورځې وړاندې په کُرمه ايجنسۍ کې يوه چاؤدنه کې د ملېشې درې سرتيري وژل شوي او د هغې نه وړاندې په مومندو کې يوه چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوی ؤ.

پوځ د کال ۲۰۱۴م په نیمايۍ کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او بيا د خېبرايجنسۍ پورې غځول شوي وو.

پوځ ادعا کوي دغه سيمې يې د وسله والو نه پاکې کړي او د روان کال فرورۍ په مياشت کې يې په ټول ملک کې د ردالفساد په نوم عمليات پېل کړي دي.

خو د ردالفساد ترڅنګ هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او په بلوچستان کې په څلورو ورځو کې په پوليس چارواکو دوه بريدونو کې دوه لوړ پوړي افسران سره د ساتونکو وژل شوي دي.

د زيارت په ورځ کوټه کې وسله وال بريد کې اېس پي مبارک شاه او د ګل په ورځ د قلعه عبدالله ضلعې د پوليس مشر ساجد مومند په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.

د دغو بريدونو زمه واري هم د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار قبوله کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG