لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیس بک موبائیل نمبرو سره داکاوننټ تړلو دپاکستان غوښته رد کړه


پاکستان کې دا مهال قابو ۳ کروړه اؤ ۳۰ لکه خلک دټولنیزو رسنیو ویب پاڼه فیس بک کاروي.
پاکستان کې دا مهال قابو ۳ کروړه اؤ ۳۰ لکه خلک دټولنیزو رسنیو ویب پاڼه فیس بک کاروي.

د ټولنیزو رسنیو ویب پاڼې فیس بک دپاکستان دحکومت داغوښتنه رد کړې ده چې د فیس بک د کاروونکو اکاوننټونه دې دهغوئ موبائیل نمبرو سره وتړل شي.

دفیس بک انتظامیې په ډاګه کړې چې دفیس بک دفعالینو د اکاوننټونو دپاره ټوله نړۍ کې هغوئ یو شان پالیسي لري اؤ دپاکستان په غوښتنه یې خپله دغه پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راوستی.

پاکستان کې دا مهال قابو ۳ کروړه اؤ ۳۰ لکه خلک دټولنیزو رسنیو ویب پاڼه فیس بک کاروي.

په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت فیس بک نه غوښتنه کړې وه چې پاکستان کې کوم خلک په فیس بک فعالیتونه کوي دهغوئ اکاوننټونه دې دهغوئ موبائیل نمبرو سره وتړل شي.

دپاکستان ټیلی کمیونیکشن چارواکو دحکومت ددغه غوښتنې مقصد په فیس د جعلي اکاوننټونو اؤ د مذهب دسپکاوي مخه نیول ښودلې ده .

پاکستاني چارواکو دریځ خپل کړی ؤ چې پاکستان کې د موبائیل ټولې نمبرې وړاندې نه دبائیو میټرک یا ګوتې لګولو دنظام لاندې تصدیق شوي اؤ که فیس بک دخپلو صارفینو اکاوننټونه دغو موبائیل نمبرو سره وتړي نو دجعلي اکاوننټونو جنجال به نه ختم شي.

خو دانټرنیټ کاروونکو دحقونو دپاره مبارزه کوونکي وایي پاکستان غواړي له دغې لارې خلک په ډاګیز ډول د رایې د څرګندولو دحق نه محروم وساتي.

دفیس بک ویاندې کرسټین چن وائس اف امریکه ته ویلي دپاکستان دحکومت دغه غوښتنه یې ځکه نه ده منلې چې دا یې د صارفینو د حقونو په ضد وه.

هغې ویلي فیس بک به خپلو فعالینو ته د حکومت دغیرضروري اؤ دحده له تیرې مداخلې نه د تحفظ ورکولو دپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.

ویاندې ددې خبرې هم پخلی کړی چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې دفیس بک انتظامیې سره لیدلي دي اؤ په مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

میرمن کرسټین چن وایي په دغه لیدنه کې دفیس بک انتظامیې پاکستاني چارواکو ته په ډاګه کړې چې فیس بک دخپلو فعالینو د رایې څرګندؤنو د حقونو څخه په کلکه دفاع کوي.

هغه وایي پاکستاني چارواکي یې په دخپلو فعالینو په ضد دپاکستان محکمه کې د اوسنو مقدمو په هکله د خپلو اندیښنو نه هم خبر کړي اؤ ورته یې په ډاګه کړې چې فیس بک د حکومت له لوري د څه قسمه موادو د لرې کولو په خواست سخته قانوني کاروایي کوي.

ویانده وایي دفیس بک مشرانو پاکستاني هئیت یې په دې خبره پوهه کړې چې فیس بک پاکستان کې څرنګه د وړو کاروبارونو اؤ ترقیاتي کارونو په پرمختیا کې مرسته کوي.

له دې وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي وؤ چې د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو به هیچاته هم د مذهب دسپکاوي اجازه ورنکړي .

خو د انټرنیټ د کاروونکو دحقونو مبارزین وایي پاکستان د مذهب د سپکاوي په نوم سیاسي بدل اخلي اؤ خلک په ډاډه زړه په لانجمنو موضوعاتو د رایې ورکولو د ازادۍ دبنیادي حق نه محرومول غواړي.

هیواد کې د انټرنیټ د فعالینو دحقونو دپاره دکارکوونکي غیر دولتي تنظیم د فائټ فار ال ( جګړه د ټولو دپاره ) یو فعاله غړی هارون بلوڅ د زیارت په ورځ وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې دحکومت ددې تازه غوښتنې ترشا نور عزائم پراته دي اؤ غواړي له دغې لارې د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د خلکو د رایې د څرګندؤلو مخه ونیسي.

هغه ویلي وؤ کله چې په هیواد کې د انټر نیټي جرمونو دمخنیوي قانون جوړیدو نو په هاغه مهال هم حکومت دریځ خپل کړی ؤ چې دا د انټرنیټي جرمونو مخنیوي دپاره جوړوي خو وروستو حالاتو وښودله چې حکومت په انټرنیټ د خلکو د رایې د ازادۍ مخه نیول غواړي.

همدغه شان پاکستان کې د انټرنیټ کارونکو د حقونو یو بل مبارز ښاغلی اسد بیګ هم ډیوه راډیو ته ویلي پاکستان کې چې د مذهب د سپکاوي دموادو د مخنیوي په نامه دخلکو دنیونې کومه لړۍ روانه ده داسې بریښي چې دا لړۍ به نوره هم چټک شي.

دپاکستان ټیلي کیمونیکشن اتهارټۍ چارواکي وایي هغوئ ته انلاین ۶۰۰۰ شکایتونه ترلاسه شوي چې پکې ۳۵۰ د مذهب دسپکاوي په هکله وؤ .

چارواکي وایي په دغو شکایتونو یې هغه اکاوننټونه تړلي دي چې د مذهب د سپکاوي مواد یې په ټولنیېو رسنیو خپرول.

د روان کال د فرورۍ د میاشتې راهسې دفیس بک انتظامیې پاکستان کې د کتونکو دپاره۱۳۷ د سپکاوي نه ډک لینکونه بلاک کړي دي.

دپاکستان په پنجاب ایالت کې په لمړي ځل دجون په میاشت کې د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د مذهب دسپکاوي د موادو خپرولو په تور یو شیعه مسلمان ته محکمې د مرګ سزا اورولې وه.

راپورونه وایي پاکستان کې دا مهال قابو ۳ کروړه اؤ ۳۰ لکه خلک فیس بک کاروي.

د روان کال د اپریل میاشت کې دپاکستان حکومت ویلي وؤ چې فیس بک ددوئ په غوښتنه ۸۵ فیصدي مواد لرې کړي چې دغو موادو کې دمذهب سپکاوی شوی ؤ.

پاکستان یوازینی اسلامي هیواد دی چې دفیس بک څخه دغه ډول غوښتنې کوي اؤ د انټرنیټي جرمونو قابو کولو په نوم یې د سائبر کرائم په نوم یو داسې سخت قانون هم جوړ کړی دی چې د انټرنیټ فعالین پرې نیوکې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG