لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د پاکستان د مرستې پرته ترهګر په پوله تګ راتګ نشي کولی


افغان چارواکي په پوله د ازغن تار لګولو مخالفت کوي او د دغه پولې منلو نه انکار کوي کومه چې د برصغير انګرېز واکمنو جوړه کړې وه.
افغان چارواکي په پوله د ازغن تار لګولو مخالفت کوي او د دغه پولې منلو نه انکار کوي کومه چې د برصغير انګرېز واکمنو جوړه کړې وه.

د ا فغانستان د دفاع وزارت وايي ،که د پاکستان حکومت په سمیه کې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي ترهګرې ډلې په پوله تګ راتګ نشي کولی.

د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند اصف عفور د هغه بيان چې په وینا یې له افغانستان سره په پوله د ترهګرو دشتون ویره موجوده نوځکه په پوله ازغن تارلګول پېل کړي دي، وزارت ویلي ،که ا سلا اباد د ترهګرو پرضد خپل ځواک په رښتونې ډول وکاروي په سیمه او منطقه کې امن راتلی شي.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال جنرال رادمنش ویلي ،افغان حکومت د ټولې سیمې دامنیت ټیکښت ته ژمن دی او د دې لپاره هره ورځ قرباني ورکوي خو په خبره یې د پاکستان حکومت له خپل اولس ، افغان حکومت او له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پرضد له شویو ژمنو څخه بیا هم سرغړونه کوي.

دافغانستان د دفاع وزارت غبرګون په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تیره ورځ دپاکستان دفاع وزارت ویاند اصف غفور ویلي ،افغان حکومت پر پوله د ازغن تارلګولو سره چې د ترهګرو دشتون ویره موجوده مرسته نه کوي.

پاکستان وايي د کابل چارواکو سره يې د همکاريو د کموت په وجه ضروري شوې ده چې افغانستان سره په پوله ازغن تار ولګوي. د دواړو ملکونو ترمنځ پوله د اوږدې مودې نه د بې ثباتۍ، وسله والو ډلو، ترهګرو او قاچاقبرو دپاره کارېدلې ده.

پاکستان وايي اوس وخت دی چې دويې د سيمې د امنيت دپاره يو اړخيزه اقدامات وکړي، او پاکستان کې اوسېدونکو په ملينونو کډوالو څارنه سېوا کړي.

افغان چارواکي په پوله د ازغن تار لګولو مخالفت کوي اود دغه پولې منلو نه انکار کوي کومه چې د برصغير انګرېز واکمنو جوړه کړې وه.

افغان چارواکي د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارې ائي اېس ائي تور لګوي چې په افغانستان کې بدامني جوړؤنکو طالب وسله والو او حقاني شبکې ملاتړ کوي، د دغو تورونو له امله دوه اړخيزه اړيکې تاؤژنې پاتې شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور تېره اوونۍ ويلي افغانستان سره په پوله يې دوه لاکه پوځ په ځای کړی شوی او ۱۰۰۰ پوستې جوړې کړی شوي دي او افغانستان يواځې ۲۰۰ پوستې لري.

نوموړي ویلي"مونږ مجبوره يُو او د يو اړخيزه پولې منيجمنټ نه پرته بله کومه لارنه لرو،ځکه مونږ دغسې کوو او پوله نوې پوستې جوړول پېل کړي دي، هر يونيم کلوميټر پس به يوه چوکۍ جوړؤ چرته چې به زمونږ عسکر موجود وي".

اسلام اباد د نړیوالې پولې په سر د افغانستان روايتي شکايتونه ردوي. چارواکي دا هم ردوي چې پاکستان د افغان وسله والو ملاتړ کوي، دويې کابل په پاکستان تورونه لګوي او د دغه لارې خپلمنځي سياسي او امنيتي حالاتو مخه بدلوي.

جنرال غفور ویلي، تر څو چې افغانستان پاکستان ته د خپل مخالف په سترګه ګوري نو په دې خطه کې امنيت نشي په ځايي کېدی، او چې کله پاکستان ته د خپلې ګتې په نظر وګوري نو امن به يقيني شي"

پاکستان په افغانستان کې د خپل روايتي مخالف په اثر سېوا کېدو هم اندېښنې لري او وايي د کابل او اسلام اباد اړيکې خرابوي، افغان او هندي چارواکي دغه تورونه دوري.

د غفور په وېنا پاکستان کې ۲.۷ ملينه کډوال مېشت دي او اندازا په دويې کې ۴۴ فيصده اسناد نه لري، او دا دواړو ملکونو ترمنځ يوه بله مسله ده او د پاکستان دپاره د امنيت ستونزه ده.

هغه ویلي، افغان مهاجرين بغېر د څارنې پاکستان کې اوسي او داسې ماحول د وسله والو ډاډګېرنه کوي چې حالات خراب کړي، خو اوسنۍ سرشمېرنې به پاکستان کې مېشت افغان کډوال معلوم کړي.

هغه ټینګار کړی دویې غواړي ټول افغان کډوال په عزت او خپله بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د کابل د چارواکو په وېنا پاکستان کې د افغان کډوالو د څارنې او زورولو زياتېدو له امله په ۲۰۱۶م کال کې ۷۵۰۰۰ کډوال بيرته هېواد ته راغلي دي.

خو په افغانستان کې د دغو ځای کولو په خپله يوه ستونزه ده ځکه چې دغه هېواد د وړاندې نه د امنيت دمسلې سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه د کډوالو دپاره د سفر او بیرته تلو په وخت د مرستو کمېدو له کبله سږ کال د جولايۍ د میاشتې پورې نزدې ۴۰زره کډوال بيرته ستانه شوي او دغه شمېره راکمه شوې ده.

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمرزاخېلوال وايي د ستونزو باوجود کابل د بيرته تلونکو دپاره هر څه کوي، او هغه دا تورونه ردوي چې ګنې کډوال په پاکستان کې د ترهګرۍ سبب ګرځي.

هغه ويلي سږ کال د ځينو ستونزو له کبله د کډوال بيرته د تګ سلسله کمه شوې ده او تېر کال په افغانستان کې د امنيت وضع هم ښه وه.

زاخېلوال ويلي څوک چې بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي ډېر کم به پکې داسې وي چې خپله پرېکړه ستومانه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG