لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ پاناما قضیه کې دسازش تاثر رد کړی


وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه دحکومت غړي تور لګوي چې د جمهوري حکومت په ضد یې سازشونه روان دي
وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه دحکومت غړي تور لګوي چې د جمهوري حکومت په ضد یې سازشونه روان دي

دپاناما په قضیه کې د ناجائره پیسو ګټلو د تورونو سره مخ دپاکستان د وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه د کورنۍ دسیاسي قسمت د پریکړې بل پړاؤ سبا( دوشنبه) پیل کیږي.

خو له هغې یوه ورځ وړاندې دپاکستان پوځ دا تاثر رد کړی چې ګنې په دغه قضیه کې پوځ کوم سازش کوي.

د یک شبنې په ورځ دپاکستان د پوځ ویاند په ډاګه کړې ده چې د وزیراعظم نوازشریف څخه د سترې محکمې په امر جوړې پلټنیزې ډلې کې شاملو د پوځ اؤ ایي ایس ایي دوؤ استازو خپلې ذمه وارۍ په ایماندارۍ سره سرته رسولی دي.

هغه وویل د تیرو پینځلسو کالو راهسې دپاکستان پوځ اؤ امنیتي ځواکونه یوه جګړه کې بوخت دي دې خبرې ته دځواب ورکولو هم کوم توک نه جوړیږي چې ګنې پوځ په کوم سازش کې لاس لري.

دپاکستان په وزیراعظم اؤ دهغه په بچو تور دی چې دهیواد نه بهر کوم کاروبارونه اؤ پنګې لري دهغې حساب ورسره نشته چې دغه پیسې له کومې لارې لاسته راوړي دي.

سترې محکمې ددغو تورونو د پلټنو دپاره یوه ګډه تحقیقاتي ډله جوړه کړې وه چې د پلټنو نه وروستو دغې ډلې خپل راپور سترې محکمې ته سپارلی.

په راپور کې ویل شوي چې وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه اولاد د پلټنو په مهال تحقیقاتي ډله په دې نه ده مطمئین کړې چې په بهرنو هیوادونو کې دهغوئ پرتې پنګې اؤ جائیدادونه یې له کومې لارې ترلاسه کړي.

ددغه راپور نه وروستو په پاکستان کې زیاترو مخالفو سیاسي ګوندونو وزیراعظم نوازشریف څخه د استعفي غوښتنه کړې ده خو وزیراعظم نوازشریف دتحقیقاتي ډله په جانبدارۍ تورنه کړې اؤ په ډاګه کړې یې ده چې هغه به دخپل منصب څخه استعفي نه ورکوي.

وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه دحکومت غړي تور لګوي چې د جمهوري حکومت په ضد یې سازشونه روان دي خو نه یې ده په ډاګه کړې چې دغه سازشونه سیاسي ګوندونه کوي که کومې ریاستي ادارې ؟

دپاناما قضیې د پلټنو په مهال که هر څو ځینو حکومتي غړو داشارو په ژبه دپاکستان دپوځ په کردار شکونه کړي خو په لمړي ځل پوځ په ډاګه کړې چې دغه قضیه پوځ سره نیغ په نیغه هیځ تړاؤ نه لري بلکې پریکړه به یې سترې محکمې ته کول وي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي د پلټنو ګډه ډله سترې محکمې جوړه کړې وه اؤ په دې کې یو استازی د پوځي استخباراتو ایم ایي اؤ یو د ایي ایس ایي ؤ چې دواړو خپل کار ښه په ایماندارۍ کړی.

وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه حکومتي غړي که هرڅو د ګډې تحقیقاتي ډلې په راپور بې باوري ښکاره کوي خو تر دې مهاله یې ددغه راپور په ضد سترې محکمې ته هم په رسمي ډول کوم خواست نه دی کړی .

دپاکستان نامتو قانوندان اؤ پخوانی اټارني جنرل شاه خاور وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي پکار وه چې حکومت په دغه تحقیقاتي راپور خپل اعتراضات د وړاندې نه ستره محکمه کې جمع کړي وي خو داسې بریښي چې حکومت دامعامله راښکل اؤ اوږدول غواړي.

هغه وویل امکان لري سبا سترې محکمې کې د اوریدنې په مهال حکومت دریځ خپل کړي چې وکیلان یې نه وؤ یا یې دغه کیس دپاره بشپړ تیاري نه ده کړې ځکه نو وخت دې ورکړل شي.

شاه خاور وویل چې که چرته ستره محکمه په دې قضیه کې د حکومت په ضد هم پریکړه وکړي نو بیا به هم حکومت سره د نظرثانۍ دغوښتنې یوه موقعه وي .

خو دشاه خاور په وینا دغه موقعه به حکومت ته د بریالیتوب ډیرې ونه بخښلی شي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG