لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما: په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي


Afghan war civilian casualties
Afghan war civilian casualties

د ملکي تلفاتو په اړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما، تازه رپوټ ښيي، چې د بل هر وخت په پرتله د وژل شوو ملکي افغانانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما دغه رپوټ، چې د دوشنبې په ورځ (جولای ۱۷) خپور شوی ښيي، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د چاودنو، وسله‌والو نښتو او ځانمرګو بریدونو پر مهال، په مجموعي ډول ۵۲۳۳ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په رپوټ کې راغلي، چې په دې موده کې۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان شوي دي.

تیرکال یوناما په خپل شپږ میاشتني رپوټ کې د وژل شوو ملکي افغانانو شمیر ۱۶۰۱ او د ټپيانو شمیر ۳۵۶۵ ښودلی وو.

د یوناما د رپوټ له مخې، د ۲۰۱۶ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله، د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وژل شوو ملکي افغانانو په شمیر کې دوه فیصده زیاتوالی راغلی، خو د ټپيانو کچه یو فیصد راکمه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچی یاماموتو ویلي "په افغانستان کې د دې بدرنګې جګړې بیه، چې د ژوند له لاسه وتل، ویجاړي او پراخ زغم په کې راځي، ډیره لوړه ده. له تبعیض پرته، په نامناسبه او غیرقانوني توګه د فشاري تعبیه شوو چاودیونکو توکو د کارولو دوام، په ځانګړې توګه ویروونکې ده او باید ژر تر ژره ودرول شي."

یوناما په دې رپوټ کې، د ملکي افغانانو د ۶۷ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولې ده او ویلي یې دي، چې د دولت ضد وسله‌والو د بریدونو پر مهال ۱۱۴۱ ملکیان وژل شوي او ۲۳۴۷ نور ټپیان شوي، چې له دغې شمیرې د ۴۳ فیصده مسولیت د وسله‌والو طالبانو، ۵ فیصده د داعش ډلې او پاتې برخه د ناپيژندو بریدګرو په غاړه اچول شوی دی.

یوناما دغه راز، د ۳۲۷ ملکي افغانانو د وژل کیدو او ۶۱۸ نورو د ټپي کیدو مسؤلیت د افغانستان د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچولی او ویلي یې دي، چې دا شمیره د تیر عیسوي کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ فیصده کموالی ښيي.

خو د دغې ادارې د موندنو له مخې، د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د حکومت پلوه ځواکونو د هوايي بریدونو په نتیجه کې ۹۵ کسه ملکيان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپيان شوي، چې د دغو بریدونو له امله د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي افغانانو په مرګ‌ژوبله کې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په دې رپوټ کې یوناما افغان حکومت پلوه ځواکونو او د دولت وسله‌والو مخالفینو ته سپارښتنه کړې، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره، د جګړې منل شوي نړیوال قوانین رعایت کړي او په قصدي توګه د ملکيانو پر استوګن‌ځایونو کې د چاودنو او بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.

کابل کې د مرګ‌ژوبلې کچې لوړیدل

یوناما ویلي، په روان عیسوي کال کې ملکي افغانانو ته تر ټولو زیاته مرګ‌‌ژوبله، د کابل په زنبق څلورلارې کې د موټر بم برید له امله اوښتې ده، چې په کې لږ تر لږه ۹۲ ملکیان ووژل شول او نږدې ۵۰۰ نور ټپیان شول.

د یوناما په باور دغه برید د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړۍ پيښه وه، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې ساری لیدل شوی نه دی.

په همدې حال کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت‌غوښتنې ډلې، نن د دوشنبې په ورځ، په افغانستان کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د خپلې سروې جزئيات له رسنیو سره شریک کړل.

د دغې ډلې سروې ښيي، چې د روان عیسوي کال د جون میاشت د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغې ډلې په سروې کې راغلي "د مې د ۳۱مې څخه د جون تر پایه په ټول افغانستان کې ۲۴۹ کسان 'شهیدان' شوي او ۷۹۴ ټپيان شوي دي".

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت‌غوښتنې ډلې ویلي، چې په دې موده کې تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله په کابل او ورپسې په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ملکي افغانانو ته اوښتې ده.

دغې ډلې د حکومت پر وسله‌والو مخالفینو غږ کړی، چې د ملکي وګړو په ګڼ میشتو سیمو کې دې له تاوتریخوالي څخه په کلکه ډډه وکړي او دغه راز، د افغانستان له دولت څخه یې غوښتي، چې د عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ته د ملکي وګړو د خوندیتوب جدي سپارښتنه وکړي.

ليک- ممتاز بهير وي او ای اشنا

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG