لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان او پاکستاني میرمنود سولې په بهیر کې پر خپلې ونډې ټینګار وکړ


د افغانستان او پاکستان میرمنو په اسلام اباد کې پدې خبرې ټینګار وکړ چې د سولې د بهیر په ګړنديتوب کې دې د دواړو خاوو میرمنې هم خپله ونډه ترسره کړي.

د افغانستان د میرمنو یو پلاوي د پاکستان په پنځه ورځني سفر دی چې پکې د امن فعالین، د پارلمان پخواني غړي او محصلین شامل دي.

د پاکستاني میرمنو سره په یوه غونډه کې دغو افغانو میرمنو ویلي په افغانستان او پاکستان کې روان تاوتریخوالي ښځې او ماشومان هم سخت ځپلي دي.

د عوامي نشنل ګوند مشره ستاره ایاز ډیوه راډیو سره په خبرو کې وویل:

(د ښځو خو خپل یو رول دی او هغه به مونږ فعاله کوو. د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیرې ستونزې دي او زه فکر کوم چې ددغو ستونزو په حل کې میرمنې هم خپل رول لوبولی شي. مونږ د یوه بل دوښمنان نه یو بلکه مونږ د یوه بل ورونه او خویندې یو او یواځې د زهنونو بدلولو ته اړتیا ده.)

اغلې ایاز وړاندې وویل چې که د سولې په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې کیږي نو ښځې باید هرو مرو پکې کښېنول شي.

بل پلو له افغانستان څخه ورغلې د پارلمان پخوانۍ غړې صفیه صدیقي وايي:

(ښځې کولای شي د دواړو خواوو د ښځو سره خبرې وکړي او ښځې کولای شي د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي. ښځې کولای شي په جګړه کې ښکیلو غاړو ته خپل پړونی وغړوي او ترې وغواړي چې جګړه دې نه کوي ځکه په جګړه کې ددوي بچي مري او له جګړو څخه تر ټولو زیات دوي متضرره کیږي.)

دا دوهم ځل دی چې د افغانستان او پاکستان د امن لپاره د میرمنو غیر دولتي اداره د سولې د ملاتړ لپاره داسې پروګرام جوړوي.

ددې کال د مې په میاشت کې هم ورته پروګرام د افغانستان په سرښار کابل کې جوړ شوی وه چې پکې د توندلاري توب پرضد د سولې او امن په هڅو کې د ښځو په ونډې باندې ټینګار شوی وه.

د افغانستان او پاکستان د امن لپاره د غیر دولتي موسسې اویر ګرلز یا بیدارو جونو په نوښت په اسلام اباد کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

د افغان میرمنو په دغه پلاوي کې د مدني ټولنو غړې، پخوانۍ وکیلانې او په افغانستان کې د سولې د بهیر فعالینې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG