د وزيراعظم نوازشريف او د هغه د کورنۍ په اړوند د پاناما پلټنو ګډې تحقيقاتي ډلې (جی آئي ټي) په رپورټ پرله پسې درېمه ورځ اورېدنه کې عدالت ويلي بنيادي پوښتنه اوس هم لا په ځاے پرته ده چې د شريف خاندان د سعودي عرب، دوبۍ او لندن د جايدادونو دپاره پېسې د کوم ځای نه راغلي دي.
د وزيراعظم وکيل خواجه حارث نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ خپل دلائل جاري ساتلي اوعدالت ته يې ویلي، چې د شريف کورنۍ د مني لانډرنګ يا پېسو بهر ته منتقل کولو په اړوند وزيراعظم د خپل جايداد ټول تفصيل جی آئي ټي ته ورکړی دی.
د جسټس اعجازافضل په مشرۍ د سترې محکمې د قاضيانو درې کسيزه بنچ د قضيې اورېدنه کوي، په بنچ کې دوه قاضيان جسټس شېخ عظمت سعيد او جسټس اعجازالاحسن شامل دي.
جسټس اعجازافضل د وزيراعظم وکيل خواجه حارث ته ویلي چې دلائل پوره کړي، دهغې وروستو به عدالت ټولو ثبوتونو ته په کتو فېصله کوي.
خواجه حارث ويلي د احتساب قامي ادارې (نېب) د قانون ترمخه یو تن چې د ښځې او بچو په نوم يې جایداد وي د هغې حساب کتاب ترې نشي اخستل کېدی.
وکیل عدالت ته ویلي چې جی آئي ټي د وزیراعظم نه د هغه د جایداد په اړه پوښتنه نه ده کړې او که د جی آئي ټي سره څه وی تپوس به يې کړی وی.
هغه ويلي د نوازشریف سره هغه جایداد چې هغه ښکاره کړی دی.
جسټس اعجازالاحسن ويلي وزيراعظم ويلي ؤ چې هغه د ټولو جايداد مالي سرچينې وښايي خو هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې جايدادونه يې د چرته نه اخستي او پېسې ورله د چرته نه راغلي دي.
د بنچ مشر جسټس اعجاز افضل ويلي د لندن د جايداد نه علاوه نور هر څه په ډاګه دي.
په دغه خبره خواجه حارث ويلي وزيراعظم د لندن د فلېټس (کورونو) مالک نه دی.
جسټس اعجازالاحسن ويلي دا پوښتنه اوس هم په ځای پرته ده چې پېسې د دوبۍ، قطر او سعودی عرب نه لندن ته څنګه رسېدلي، هغه ويلي که د دې پوښتنې ځواب ترلاسه شي معامله به حل شي.
د وزيراعظم وکيل ويلي د شريف کورنۍ کاروباري معاملات به د نوازشريف (مرحوم) پلار میاشريف کتل.
جسټس اعجازالاحسن ویلي وزيراعظم ته معلومه وه چې هغه په قامي اسمبلۍ کې ادعا کوي چې د لندن د فلېټونو مني ټرېل به ورکوي.
جسټس عظمت سعيد شېخ ويلي داسې کوم سند نشته چې ترې ثابته شي د لندن دجايداد اصل مالک څوک دی.
د وزيراعظم د وکیل نه وروستو د خرانې مرکزي وزير اسحاق ډار وکيل طارق حسن خپل دلائل عدالت ته وړاندې کول پېل کړي دي.
نن د پاکستان بار کونسل په وېنا د ملک په عدالتونو کې ځای په ځای کاربنديز هم شوی دی، د سپريم کورټ بار کونسل د جی آئي ټي د رپورټ مخې ته راتلو وروستو د وزيراعظم نوازشريف نه د استعفٰی غوښتنه کړې وه.