لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې یولس فیصده ښونځي چاردیوالي نه لري


په پاکستان کې د پوهنې د څارنې یوه خپلواکه اداره وايي په خیبر پښتونخوا کې یولس فیصده ښونځي (سکولونه) اوس هم چاردیوالي نه لري.

د انډیپینډینټ مانیټورینګ یونټ یا د څارنې خپلواکه اداره وايي چې په خیبر پښتونخوا کې له ۲۷۵۰۶ ښونځيو څخه ۲۷۲۰۰ یې دولتي (سرکاري) دي.

خبر زیاتوي چې په فعاله ښونځیو کې ۳۰۰۰ چاردیوالي نه لري چې ددغې شمېرې ۶۵ فیصده د تورغر په ضلعه کې دي.

خبر وړاندې لیکي چې د کوهستان ضلعه کې ۶۰٪، شنګله کې ۲۴٪، بټګرام کې ۱۹٪، مانسهره کې ۱۵٪ او چترال او ایبټ اباد کې څوارلس څوارلس فیصده ښونځي چاردیوالي نه لري.

په پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپرس ټریبیون کې ددغه خبر لیکونکی خبریال اسد ضیا وايي د صوبايي حکومت د تعلیمي ایمرجنسي ناره نه ده عملي شوې او په وروسته پاتې سیمو کې تعلیمي ادارې اوس هم له بنیادي اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

(په دیر کوهستان کې چې په ۲۰۱۰ کال کې سیلابونو کوم سکولونه وړي دي اوس هم ویجاړ پاتې دي. د ۲۰۰۵ کال زلزله ځپلي سکولونه هم په هماغه حال پاتې دي. صوبايي حکومت یې په وفاقي حکومت ور اړوي چې ددې لپاره به پیسې راکوي او وفاقي یې په صوبايي حکومت اړوي او ورته وايي چې دا ستاسو کار دی.)

د خیبر پښتونخوا د تعلیمي څانګې چارواکي وايي د تیر حکومت د ۶۱ بیلینه روپو تعلیمي بودیجه (بجټ) یې ۱۳۸ بیلینه روپو ته رسولې ده.

د صوبايي حکومت د تعلیم د وزیر سلاکار نجیب الله خټک وايي چې د روان کال په بودیجه کې به د تعلیمي ادارو زیاتره نیمګړتیاوې پوره کړای شي.

(زمونږ د حکومت پوره کوښښ دادی چې د روان مالي کال له پای ته رسېدو سره سم ددغو ستونزو زیاتره برخه مونږ حل کړو. بیا هم که تاسو اوسنۍ شمېرې له څلور کاله مخکې سره پرتله کړی نو هغه تر دې ډیره زیاته وه.)

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان هم په خپلې فیسبوک پاڼه باندې دعوه کړې چې د تعلیم په ډګر کې یې د نورو حکومتونو په پرتله ډیرې کامیابۍ ترلاسه کړې دي.

نوموړي د بیلګې په توګه د څوارلس لکه ماشومانو لپاره د ناستې څوکۍ، د څوارلس زره سکولونو چاردیوالۍ او له پنځو زرو نه زیاتو سکولونو کې د لیټرین د نظام جوړول د خپل حکومت د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG