لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي خیبر۴ عملیاتو کې یې ۱۳ ترهګر وژلي


افغانستان په دغو عملیاتو سختې نیوکې کړي
افغانستان په دغو عملیاتو سختې نیوکې کړي

دپاکستان پوځ دعوه کړې چې په قبائیلي سیمه کې دداعش اؤ نورو ورانکارو په ضد پیل کړو تازه عملیاتو کې یې ۱۳ترهګر وژلي اؤ دهغوئ ګڼ شمیر ځالې یې له مینځه وړي دي.

پوځ دا هم ویلي چې ۹۰ مریع کلو میټره سیمه یې دترهګرو څخه پاکه کړې خو دپوځ ددغو دعوؤ تصدیق د ازادو سرچینو څخه ځکه نه دی شوی چې په کومه سیمه کې دغه عملیات روان دي هلته میډیا ته د رتګ اجازه نه ورکړل کیږي.

دپاکستان پوځ په ۱۶مه جولایي افغانستان سره په لګیدلو خپلو قبائیلي سیمو دخیبر په راجګال اؤ د شمالي اؤ جنوبي وزیرستان په شوال کې دداعش اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد د خیبرفور په نوم عملیات پیل کړي اؤ وایي ددغو عملیاتو مقصد یې دداعش د سیوا شوي نفوذ مخنیوی اؤ د هغوئ ځالې له مینځه وړل دي.

خو افغانستان سره په پوله پروت ګاونډي هیواد افغانستان په دغو عملیاتو سختې نیوکې کړي اؤ وایي چې ترهګر دپاکستان په لویو ښارونو کې ځالې لري ځکه نو پاکستان دې پخپلو لویو ښارونو کې د ترهګرو په ضد عملیات وکړي.

د زیارت په ورځ دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې په تازه عملیاتو کې پوځ د ترهګرو ځالې د هوا څخه په بمونو اؤ د زمکې څخه په توپو ویشتي اؤ هغوئ ته یې سخته ضربه اړولې ده.

پوځ وایي د خیبر۴ په نوم دغو عملیاتو کې د ۱۳ ترهګرو د وژل کیدو اؤ شپږو نورو د ژوبل کیدو ترڅنګ د عبدالجبار په نوم یو پوځي هم وژل شوی دی.

پاکستان افغانستان سره په پوله پرتو خپلو قبائیلي سیمو کې دغه عملیات وروستو له هغې پیل کړي چې تیره اوونۍ د امریکا په سینیټ کې پاکستان ته ورکړی کیدونکې مرستې دپاکستان لخوا دحقاني نیټ ورک اؤ افغان طالبانو په ضد عملیاتو پسې وتړل شوې.

خو دافغانستان ددفاع وزارت اوړمه ورځ په دغو عملیاتو بې باوري ښکاره کړې وه اؤ ویلي وؤ چې پاکستان ورسره ددغو تازه پوځي عملیاتو په هکله له وړاندې څخه هیڅ قسمه معلومات نه دي شریک کړي.

ددفاع وزیر جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره خبرو کې دریځ خپل کړی ؤ چې ترهګر په پوله نه بلکې دپاکستان په لوینو ښارونو کې میشته دي اؤ پاکستان دې خپلو لویو ښارونو کې دهغوئ پناه ځایونه له مینځه یوسي.

خو د شورو په ورځ دپاکستان پوځي ویاند میجرجنرال اصف غفور د افغانستان ددفاع د وزیر دغه څرګندونې په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دعملیاتو پیل کولو نه مخکې یې افغانستان ته په لیکلي ډول معلومات ورکړي وؤ.

افغانستان دریځ لري چې دپاکستاني پوځ لخوا د ترهګرو په ضد عملیات به ورته یوازې په هغه صورت کې دمنلو وي چې امریکا اؤ چین یې پخپله څارنه وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG