لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د کډوالو بيرته ستنېدو وروستی پړاؤ د جولائۍ ۲۵ نه پېليږي


په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو په ترڅ کې د سيمې نه نزدې ۷۲زره رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې وې
په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو په ترڅ کې د سيمې نه نزدې ۷۲زره رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې وې

د قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان نه د کال ۲۰۰۹م راهسې کډوال شوو وروستی پړاؤ د روانې مياشتې د ۲۵م نېټې څخه پېليږي او تر د اګست د ۵م نېټې به روان وي.

قبايلي سيمو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) د جنوبي وزيرستان ویاند سعيدعمر ډيوه ريډیو سره ځانګړې مرکه کې ويلي، په دې وروستني پړاؤ کې که هغه خلک بيرته ستنيږي چې کوم په تېرو پړاؤنو کې د بيرته تلو څخه پاتې شوي دي.

هغه وويل چې د جنوبي وزيرستان څخه د کډوالو بیرته ستنېدو عمل پای ته رسېدلی خو د پاتې شوؤ خلکو دپاره د دې پړاؤ خصوصي تابيا شوې ده.

هغه زياته کړه کوم چې خلک چې وروستو پاتې شوي هغويې دې خپله واپسي يقيني کړي او په ټانک کې دې د کډوالو دپاره جوړ پوليټکل کمپاؤند سره تماس ونيسي چې هلته یې اندراج وشي.

سعيدعمر وويل چې که د دې پړاؤ نه څوک پاتې شو هغويې به بيا کډوال نه شمارل کيږي او نه به ورسره د کډوالوسره کېدونکې مرستې کيږي.

هغه وويل نزدې ۳۵۰۰ کورنۍ پاتې دي او د دويې تعلق د جنوبي وزيرستان د بېلابيلو علاقو سره دی.

په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو په ترڅ کې د سيمې نه نزدې ۷۲زره رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال ۲۰۱۰م د دسمبر د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی کوم چې تراوسه روان دی.

د اېف ډي اېم ای د وياند سعيدعمر سره د ډیوه خبريال عدنان بېټني د بيرته ستنېدو د وروستي پړاؤ په معلوماتوخبرې کړي په لانديني لنک کې يې تفصيل اورېدی شئ،

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG