لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: د امريکايي هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۲ افغان پوليس وژل شوي


دا پېښه د جمعې په ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده، چرته چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
دا پېښه د جمعې په ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده، چرته چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د افغانستان جنوبي صوبې هلمند کې د امریکا د ترهګرۍ په ضد هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې د افسرانو په ګډون لږ ترلږه ۱۲ افغان پوليس وژل شوي دي.

دا پېښه د جمعې په ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده، چرته چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د هلمند ګورنر حیات الله وي او اته ويلي چې افغان او امریکايي ځواکونو د ګرشک په سربند علاقه کې د وسله والو په نوؤ پوستوبمباري کړې، او په دغه هوايي بریدونو کې د دوه افسرانو په ګډون څو پوليس وژل شوي خو هغه کومه شمېره نه ده وېلې.

د هلمند دپوليس مشر عبدالغفارصافي د خالي په ورځ ويلي هوايي بمبارۍ کې د افغان ملي پوليس ۱۲ سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. ځايي رسنۍ د وژنو شمېره ۱۵ رپورټ کوي.

حیات ويلي پلټنې کوي چې د پوستې په هدف کولو زمه وار څوک دي.

امريکايي چارواکو پخلی کړی چې افغان سرتيري وژل شوي دي، چارواکو په بيان کې پېښې ته بدقسمته ويلي او زیاته کړې يې ده چې پلټنې به کولی شي چې کوم حالات د دې پېښې سبب ګرځېدلي دي.

په دغه پوسته د زيارت په ورځ طالبانو يو ځانمرګی برید هم کړی ؤ. ګورنر ويلي دغه پوسته جوړه کړی شوې او د جمعې په ورځ پرې نور ځواکونه په ځای کړی شوي وو.

طالب سرچينو ويلي چې د زيارت په درې ځانمرګو بريدونو کې یو د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده زوي هم کړی دی.

د سرچينو ترمخه ۲۲کلن عبدالرحمان په ګرشک کې په پوسته ځانمرګی بريد کړی دی.

د دغه ادعاوې پخلی نه دی شوی خو طالبانو ويلي عبدالرحمان د ځانمرګي بريد نه وړاندې ويډيو پيغام ريکارډ کړی او زر به يې خپور کړي.

د هلمند ځینې ولسوالۍ د طالبانو په ولقه کې او روانه اوونۍ د امريکايي ځواکونو په ملاتړ افغا ځواکونو د طالبانو نه د ناوې ولسوالي نهه میاشتې پس بيرته نيولې ده.

د افغانستان هلمند صوبه د پاکستان او ايران سره پولې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG