لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا لخوا دپاکستان په مرستو ودرؤلو څیړونکي څه وایي؟


امریکې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دمرستو دپاره پاکستان ته۹۰ کروړه ډالر بیل کړي وؤ چې هغې کې ۵۵ کروړه ډالر پاکستان ترلاسه کړي هم دي .
امریکې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دمرستو دپاره پاکستان ته۹۰ کروړه ډالر بیل کړي وؤ چې هغې کې ۵۵ کروړه ډالر پاکستان ترلاسه کړي هم دي .

دپاکستان لخوا د ترهګرې حقاني شبکې په ضد د ګامونو نه اخستل کیدو له امله امریکا پاکستان ته دپینځوؤ کروړو ډالرو ورکړی کیدونکې مرستې ودرولي خو څیړونکي وایي پاکستان ته به دا ثابتول ګران وي چې ګنې دوئ دحقاني شبکې په ضد ریښتوني ګامونه اخلي.

تیره ورځ د امریکایي پینټاګان ویاند ایډم اسټمپ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې ددفاع وزیر جم میټس د امریکایي کانګریس دفاعي کمیټو ته ویلي،ددې خبرې پخلی نه شي کولی چې ۲۰۱۶م مالي کال دپاره پاکستان ته دامریکا لخوا د ائتلافي مرستو په نوم کومې پیسې ورکړل شوي هغه یې دترهګرو په ضد جګړه کې لګولي یایې دحقاني شبکې دجنګیالو په ضد کوم ګټور ګامونه اخستي دي.

امریکې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دمرستو دپاره پاکستان ته۹۰ کروړه ډالر بیل کړي وؤ چې هغې کې ۵۵ کروړه ډالر پاکستان ترلاسه کړي هم دي .

د امریکې وینا ده پاکستان سره اوس هم وخت شته چې دحقاني شبکې په ضد ګامونه واخلي.

دې نه وړاندې هم امریکې څو کرته په پاکستان دا تور لګولی چې دحقاني شبکې په ضد ګامونه نه اخلي اؤ دغه ترهګره شبکه د افغانستان په ضد دپاکستان خاوره کاروي.

خو ددې ترڅنګ امریکا دا هم مني چې د تیرو څو کالو راهسې د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې دپاکستان د پوځ د قربانیو ارزښت نه دی کم شوی .

دپاکستان یو پخوانی سفارتکار امیرعثمان وایي پاکستان غواړي چې امریکه سره غوړه اړیکې وساتي خو که چرې دامریکا لخوا دغه رقم بندیزونه په پاکستان لګي نو دا به دوه اړخیزه اړیکو دپاره ګټور نه وي .

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي امیر عثمان ویلي‌ دا هم لا باوري نه ده چې حقاني نیټ ورک په پاکستان اؤ که په افغانستان کې دی خو هغه وایي خپل خیال یې دادی چې دغه جنګیالي په افغانستان کې دي.

خو د افغانستان چارواکو څو ځله دعوې کړي چې هغوئ داسې کوټلي ثبوتونه په لاس کې لري چې دحقاني ترهګرې شبکې اؤ طالبانو جنګیالي په پاکستان کې خوندي ځالې لري اؤ د پاکستان داستخباراتي ایجنسۍ ایي ایس ایي په مرسته افغانستان کې بریدونه کوي.

ښاغلي امیر عثمان وویل امریکې سره ښې اړیکې ساتل دپاکستان په ګټه دي خو دغه ښې اړیکې په یو اړخیز ډول نه شي تامینیدلی .

ددفاعي چارو څیړونکي اؤ دپاکستان د پوځ یو پخواني افسر لیفټننټ جنرال ریټائرډ طلعت مسعود په دې هکله ویلي پاکستان دپاره ګرانه ده چې امریکا ته دا باور ورکړي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې څومره سنجیده دی .

وائس اف امریکه ډیوه رایو سره خبرو کې ښاغلي طلعت مسعود ویلي په موجوده حالاتو کې د امریکا لخوا په پاکستان دمرستو بندولو دګام ګټه به ترهګرو شبکو ته رسي اؤ حالات به هم نور هم تاؤژن شي.

هغه وویل اوس چې په سیمه کې کوم وضعیت رروان دی په دې کې په پاکستان پرله پسې تورونه لګول اؤ بیا مرستې بندول به د لا خرابتیا سوب شي.

بلخوا واشنګټن کې دپاکستان سفیر ښاغلي اعزاز چوهدري ویلي د امریکې لخوا پاکستان ته ودرول شوې ۵۰ میلیونه ډالره مرسته نه بلکې دا هاغه لګښتونه دي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان د ګډو هدفونو ترلاسه کولو دپاره کړي .

په دې وروستیو کې امریکایي کانګریس د یوې قانوني مسودې منظوري ورکړې چې د هغې په اساس پاکستان ته ورکړی کیدونکې مرستې د حقاني شبکې په ضد ګامونو اخستو سره تړل شوي دي.

واشنګټن اؤ کابل د تیرې یوې لسیزې راهسې د اسلام اباد نه غواړي چې پخپله خاوره باید د ترهګرو ځالې له مینځه یوسي خو پاکستان تر دې مهاله امریکایي اؤ افغان چارواکي په دې نه دي مطمئین کړي چې د ترهګرو په ضد یې د زباني دعوؤ څخه ور په اخوا د عمل میدان کې څه کړي‌ دي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG