لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو د غور تیوره او د فارياب کوهستان ولسوالۍ نيولي


غور کې د تيوره او فارياب کې د کوهستان ولسوالي طالبانو په ولقه کې اخستې ده.
غور کې د تيوره او فارياب کې د کوهستان ولسوالي طالبانو په ولقه کې اخستې ده.

د افغانستان منځنۍ غور اوپه شمال کې د فاريارب ولايتونو کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو سره د سختې جګړې وروستو دوه ولسوالۍ يا ضلعې نیولي دي.

د چارواکو په وېنا غور کې د تيوره او فارياب کې د کوهستان ولسوالي طالبانو په ولقه کې اخستې ده.

افغانستان کې د وسله والو طالبانو عمليات په داسې حال کې تُند شوي چې د امریکايي صدر ډونلډ ټرمپ د انتظامیې نه داسې هيله کيږي د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان په ضد سخت دريځ خپل کړي ځکه چې واشنګټن په افغانستان کې د پوځي کړکېچ پړه په پاکستان وراچوي.

د امريکا پوځي چارواکي وايي افغان طالبان او حقاني شبکه په افغانستان کې د ترهګرۍ دپاره د پاکستان خاوره کاروي. خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

د امريکې خارجه محکمې دوه ورځې وړاندې په يوکلني رپورټ کې ویلي د پاکستان حکومت په افغانستان کې د افغان حکومت او افغان طالبانو د سياسي جوړ جاړي ملاتړ کوي خو پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ضد د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

رپورټ کې ويل شوي دغه ډلې چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري په افغانستان کې د امریکا او افغان ځواکونو دپاره ګواښ دي.

او د امریکا د دفاع وزیر جیمز مېټس کانګرس ته ويلي چې پنټاګون به پاکستان ته د ۲۰۱۶ مالي کال د پاتې لګښتونو پیسې نه ورکوي ځکه اسلام اباد د حقاني شبکې په وړاندې پوره څه نه دي کړي.

د پنټګان ویاند اډم سټمپ رویټرز خبري رسنۍ ته ویلي چې اوس مهال به دغه پیسې د پاکستان حکومت ته نه ورکول کیږي ځکه چې د دفاع وزیر د دې خبرې تایید نشی کولی چې د پاکستان حکومت د ۲۰۱۶ کال د دفاعي تړون له مخې د حقاني شبکې پرضد کوټلي ګامونه اخیستې.

جیمز مېټس د جمعې په ورځ کانګرس ته په دغې وېناکې ويلي چې د افغانستان-پاکستان سیمې لپاره یې په نوې پالیسۍ کار پیل کړی دی او ډیر زر به یې تیاره کړي.

افغانستان کې د طالبانو د تازه عملياتو په اړه د غور ګورنر ناصرخاضع وي او ای ته ويلي د هلمند، فراه او غور ضلعو څخه په زرګونو وسله والو په ولسوالۍ بريد کړی او د تېرې شپې راهسې روانه جګړه نن د يکشنبې د سهاره روانه وه او ولسوالي د طالبانو لاسو ته ورغلې ده.

بل لور ته د فارياب د چارواکو په وېنا تېره شپه د افغان ځواکونو او او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوږدې نهه ساعته نښته شوې او پايله کې يې طالبانو د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش او د پوليس امنيتی قوماندنۍ نيولې ده.

د فارياب د پوليس وياند عبدالکريم يوريش وی او ای ته ويلي نزدې ۷۰۰ وسله وال طالبان تېره شپه راغلي په اته بجې يې په ولسوالۍ بريد کړی او امنيتي دفترې او مرکزونه يې نيولي او وروستو يې ورته اور اچولی دی.

د طالابنو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي د ولسوالۍ مرکز او امنیتي دفترې يې نيولي دي، هغه په ګڼ شمېر کې دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو او وسلې ترلاسه کولو ادعا کړې ده.

راپورونه وايي په غاړو کې اوس هم د وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG