لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور په امنیتي ځواکونو ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان وژل شوي


ژوبلو کې هم د یو شمیر کسانو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر سیوا کیدلی شي
ژوبلو کې هم د یو شمیر کسانو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر سیوا کیدلی شي

د پاکستان د پنجاب ایالت په سرښار لاهور کې په پولیسو یو ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان وژل شوي اؤ د ۵۰ؤ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وایي دغه برید کې زیاته مرګ ژوبله امنیتي ځواکونو ته رسیدلې ده.

دلاهور د پولیسو مشر یا ډی ایي جي حیدر اشرف خبریالانو ته ویلي دا یوه ځانمرګي برید ؤ چې پکې نهه پولیس عسکر اؤ ۱۹ عام وګړي شامل دي.

د سیمې څخه ځایي خبریالانو د روغتونونو د سرچینو له خولې ویلي په دغه ځان مرګي برید کې د۵۰ څخه زیات کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې د ځینو حالت مرګونی دی.

دغه ځان وژونکې حمله د دوشنبې په ماذیګر په فیروز پور سړک د ارفع کریم ټاؤر سره نزدې شوې ده چې دغلته د پنجاب صوبې اعلي وزیر ښاغلی شهباز شریف هم استوګنه لري.

دچاودنې څخه وروستو په لویې شمیر مرستندویه فعالین اؤ امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ په چاودنه کې مړه اؤ ژوبل کسان یې روغتونونو ته رسولي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک ددغه ځان وژونکي برید پړه په غاړه اخستی اؤ وایي ځانمرګي برید د سوات یو ځلمي فدا حسین سواتي کړی دی.

پولیس وایي برید کوونکی په یو موټر سائیکل سور ؤ اؤ د پولیسو ترڅنګ یې ځان الوځولی دی.

پاکستاني میډیا ویلي په کوم ځایې کې چې دغه چاودنه شوې د هغې ترڅنګ د سبزي منډهۍ څخه پولیس د ناقانونه ودانیو په ړنګولو بوخت وؤ اؤ احتمال لیدل کیږي چې ددغې چاودنې هدف هم پولیس په نخښه کول وؤ.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي دا پيښه بیخي اوس شوې ده ځکه نو هغه یې دقیق معلومات نه لري چې چاودنه دکومې بڼې ده.

خو هغه وویل راپورونه ورته رسیدلي چې چاودنه کې زیاته مرګ ژوبله امنیت پځایې کوونکو ځواکونو ته رسیدلی دی.

چوهدري نثار وویل په سمدستي ډول ورته د ۱۴ؤ کسانو د وژل کیدو راپور ورکړی شوی خو د مړو دغه شمیره سیوا کیدلی هم شي،

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ د هیواد په بیلابیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونه خبرونه مخې ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ دعوې کوي چې په ضرب عضب نومې پوځي عملیاتو کې یې د ترهګرو نیټ ورک مات کړی اؤ اوس هغوئ د منظمو بریدونو صلاحیت نه لري.

خو په پاکستان کې څیړونکي دپوځ دغه دعوې بې اساسه بلي اؤ وایي چې د ترهګرۍ نوې لړۍ ثابته کړه چې دغه هیواد کې اوس هم ترهګر منظمه موجودګي اؤ د ورانکارۍ توان لري

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG