لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:تیرو شپږو میاشتو کې ۱۰خبریالان وژل شوي


د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پیښې ثبت کړي دي
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پیښې ثبت کړي دي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې چارواکو نن د سه شنبې په ورځ د روان عیسوي کال په لومړیو شپږ میاشتوکې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړ، چې د تیرکال د همدې مودې پرتله په افغانستان کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی ښايي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریفي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو شپږ میاشتو کې لس افغان خبریالان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

نجیب شریفي وویل، چې په دې موده کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پیښې ثبت کړي دي .

ښاغلي شریفي وویل" په دغه موده کې د لسو تنو د وژل کیدو او دولس تنو د ټپي کیدو سربیره، د ۱۹ خبریالانو د وهلو ډبولو پیښې، د ناوړه چلند ۱۸ پیښې د نیولو پنځه پیښې، د ګواښونو شپږ پیښې او د توهین او له غونډو د ایستلو درې پیښېشبت شوي دي".

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې په دې رپوټ کې د لسو خبریالانو د وژلو او دولس تنو نورو د ټپي کیدو مسولیت پر طالبانو او داعش ډلو اچول شوی دی.

په دې رپوت کې په تیرو شپږ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۳۴ پیښو مسولیت د افغان حکومت پورې مربوطو چارواکو په غاړه اچول شوی او ویل شوي چې دا شمیر د ټولو ثبت شوو پیښو ۴۶ فیصده جوړوي.

په دې رپوټ کې طالبان او داعش د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو د مسولیت په برخه کې په دوهم قطار کې ولاړ دي.

همداشان د پارلمان او ولایتي شوراګانو غړي، والیان، سیمه ایز زورواکي او ناڅرګند کسان، د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر وویل، چې ناامنۍ په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو شمیرکم کړی دی.

ښاغلي شریفي وویل، چې اوس مهال د پنجشیر په ګډون د افغانستان په لسو ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله او کارکونکې نشته دی.

( دامریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG