لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات:دمکتب مخې ته چاودنه کې پینځه ماشومان ژوبل شوي


دغه پیښه د چهارشنبې په ورځ د سوات د شموزو په رنګیلا سیمه کې رامینځته شوې ده .
دغه پیښه د چهارشنبې په ورځ د سوات د شموزو په رنګیلا سیمه کې رامینځته شوې ده .

دخیبرپښتونخوا په سوات سیمه کې د ماشومانو د یو مکتب مخې ته په چاودنه کې پینځه ماشومان ژوبل شوي.

دغه پیښه د چهارشنبې په ورځ د سوات د شموزو په رنګیلا سیمه کې رامینځته شوې ده .

د سیمې د پولیسو مشر یا ډي ایس پي‌ سید زمان شاه خبریالانو ته ویلي چې ماشومانو د خپل مکتب ترڅنګ دیو جوړیدونکي کور مخې ته لوبې کولې چې ناڅاپه پرې په شګو کې ښخ چاودیدونکي مواد وچاودیدل.

خو دپولیسو دغه مشر نه ده واضحه کړې چې دغه بم یا چاودیدونکي مواد مکتب ته ایښودل شوي وؤ که هدف یې څه ؤ ؟

په پیښه کې ژوبل پینځه ماشومان ژوبل شوي چې عمرونه یې د شپړو نه نیولې تر ۱۲ کلونو ښودل شوي دي. د سیدو روغتون یو ډاکټر ښاغلي مینګل خبریالانو ته ویلي چې په ژوبلو ماشومانو کې ددوؤ کسانو حالت ښه نه دی.

سوات دخیبرپښتونخوا هاغه سیمه ده چې په تیرو وختونو کې دا په مکمل ډول د طالبانو د کنټرول لاندې وه.

د پاکستاني طالبانو دتحریک د موجوده مشر مولوي فضل الله په مشرۍ دغلته طالبانو خپل شرعي عدالتونه جوړ کړي وؤ چې دهغې نه به یې خلکو ته شرعي سزاګانې اورولې.

په نړیوالې نوبل جائزه ګټونکې پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ هم په کال ۲۰۰۸م کې په سوات سیمه کې طالبانو هاغه مهال برید کړی ؤ کله چې دهغې عمر یوازې دولس کاله ؤ اؤ دمکتب څخه یو ګاډي کې کور ته ستنیدله.

په دغه برید کې ملاله په سر په کولۍ لګیدلې اؤ سخته ژوبله شوې وه چې وروستو یې علاج لمړی د پيښور په پوځي روغتون کې اؤ بیا په برتانیه کې وکړی شو.

طالبانو دخپلې زورواکۍ په مهال سوات کې د جینکو په تعلیم اؤ دفترونو کې په کار کولو بندیز لګولی ؤ اؤ ګڼ شمیر سکولونه یې هم په بمونو الوځولي وؤ.

وروستو دپاکستان پوځ په کال ۲۰۰۹م کې په سوات کې دطالبانو په ضد په لویه کچه عملیات کړي وؤ چې دهغې له امله په لکونو خلک د سیمې څخه بې کوره شوي وؤ خو د راه راست په نوم دغه عملیاتو څخه د طالبانو دمشر مولوي فضل الله اؤ نور مهم طالب کمانډران ژوندي وتلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG