لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:نښتو کې ۸پولیس اؤ ۱۷طالب جنګیالي وژل شوي


ویل کیږي ددغه ولایت په شپږو اولسوالیو دا مهال طالب جنګیالو عملاً قبضه کړې ده.
ویل کیږي ددغه ولایت په شپږو اولسوالیو دا مهال طالب جنګیالو عملاً قبضه کړې ده.

دافغانستان په هلمند ولایت کې دپولیسو په پوستو د طالبانو برید کې ۱۲ پولیس اؤ ۱۷ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

مطبوعاتي راپورونه وایي دغه نښتې تیره شپه د هلمند د ناوې اولسوالۍ مرکز سره نزدې شوي دي چې دواړو خواؤ ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتي ده.

هلمند دافغانستان هاغه ناقراره ولایت دی چې طالبان پکې زیات قوي دي اؤ ویل کیږي ددغه ولایت په شپږو اولسوالیو دا مهال طالب جنګیالو عملاً قبضه کړې ده.

ددغه ولایت ناوه اولسوالۍ باندې هم تر لسو میاشتو د طالبانو قبضه وه خو په ۱۵مه جولایي افغان ځواکونو دعوه کړې وه چې دناوې ولسوالي یې دطالبانو د قبضې څخه خلاصه کړې ده.

افغان خبري شبکې پژواک د سیمې څخه د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې تیره شپه د ناوې اولسوالۍ مرکز سره نزدې طالبانو دافغان ځواکونو په پوستو ډله ایز بریدونه کړي چې پکې د۱۲ؤ پولیسو د وژل کیدو ترڅنګ نهه نور ژوبل شوي هم دي.

خو د هلمند والي حیات الله بیا د وژل شوؤ پولیسو شمیر پینځه ښایي اؤ وایي چې په دغو نښتو کې ۱۷ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي

والي حیات الله مطبوعاتو ته ویلي چې سیمې ته تازه ځواکونه رسیدلي اؤ طالبان یې په شا تمبولي دي.

په هلمند کې دغه تازه نښتې وروستو له هغې شوي چې روانه اوونۍ کې افغان ولسمشر اشرف غني د هلمند د وضعیت څارلو دپاره پخپله ددغه ولایت سفر کړی ؤ اؤ پوځي افسرانو سره یې ژمنې کړې وې چې د طالبانو مقابله کې به هغوئ ته ټول وسائل برابر کړل شي.

افغان ولسمشر اشرف غني وایي چې دا مهال په افغانستان کې د تندلارو لږ ترلږه ۲۲ ډلې فعاله دي خو ولسمشر غني بیا زیات سر دپاکستان اؤ طالبانو څخه ټکوي اؤ وایي چې دافغانستان په ضد یې مطلقه جګړه پیل کړې ده.

اشرف غني دریځ لري چې هیواد یې لمړی د پاکستان سره سوله کول غواړي بیا د طالبانو سره ځکه چې طالبان هم پاکستان په افغانستان کې بریدونو ته لمسوي .

خو پاکستان بیا دافغانستان اؤ امریکا د تورونو برعکس وایي چې افغانستان کې د سولې پلوي دی.

امریکه هم د تیرې یوې لسیزې راهسې پرله پسې پاکستان د جنګیالو په مرسته تورنوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG