لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني دصدرټرمپ مرستیال سره په ګډو همکاریو خبري کړي


د امریکا د ولسمشر مرستیال ټینګار کړی، چې سولې، ثبات او پراختیا ته د رسیدو په برخه کې د امریکا خلک او دولت له افغانستان څخه ملاتړ کوي
د امریکا د ولسمشر مرستیال ټینګار کړی، چې سولې، ثبات او پراختیا ته د رسیدو په برخه کې د امریکا خلک او دولت له افغانستان څخه ملاتړ کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې ولسمشر محمداشرف غني د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرستیال مایک پنس سره پر بېلابېلو مسائلو بحث او خبرې کړي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دا خبرې تیر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې شوې دي.

په بیان کې ویل شوي چې "دواړو غاړو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان له امنیتي سکتور سره د انکشافي ژمنو او څلور کلن پلان، اداري فساد سره د مبارزې په اصلاحي پلانونو، تروریزم سره په مبارزې او د سیمې په امنیت بحث او خبرې ‎وکړې".

ښاغلي پنس په دغه ویډیويي کنفرانس کې د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان د حکومت له هڅو خوښي ښودلې او ویلي یې دي "د افغانستان حکومت په تېرو دونیمو کلونو کې د مهمو مسوولیتونو په پرمخ وړلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هڅې یې د ستایلو دي".

د امریکا د ولسمشر مرستیال ټینګار کړی، چې سولې، ثبات او پراختیا ته د رسیدو په برخه کې د امریکا خلک او دولت له افغانستان څخه ملاتړ کوي او د یو همکار په توګه به ورسره ملګری وي.

په بیان کې راغلي چې ولسمشر غني، د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالتونو له دوامدارو مرستو څخه مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانستان ښه همکار بللی دی.

دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې لا تر اوسه د ښاغلي ټرامپ حکومت د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي وروستي پړاو ته نه ده رسولې.

سره له دې چې د دغې ستراتیژۍ جزئيات لا تر اوسه روښانه شوي نه دي، خو افغان حکومت د کابل او واشنګټن تر منځ د ښو او نږدې اړیکو پر دوام ډاډ څرګند کړی دی

(دامریکا غږ اشنا څخه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG