لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حافظ سعيد نظربندي د نورو دوو میاشتو پورې وغځول شوه


حافظ سعيد د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن نومې تنظيم مشر دی
حافظ سعيد د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن نومې تنظيم مشر دی

د پاکستان پنجاب صوبې حکومت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد نظربندي تر دوه نورو مياشتو پورې غځولې ده.

حافظ سعيد د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د ۹۰ ورځو دپاره په کور نظربند کړی شوی او د هغه د ډلې نور څلور غړي هم ورسره نيول شوي وو.

د جماعت الدعوه ډلې په مشر حافظ سعيد باندې د هند تور دی چې په کال ۲۰۰۸م کې په ممبۍ کې بريد لشکر طيبه ډلې کړی ؤ د کومې ډلې بانې چي حافظ سعيد دی او هغه اوس د جماعت الدعوه مشري په غاړه لری. حافظ سعيد دغه تور ردوي.

د ممبۍ په ترهګر بريدونو کې د شپږو امريکايانو په ګډون ۱۶۶ تنه وژل شوي وو. حافظ سعيد د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن نومې تنظيم مشر دی دا دواړه د ملګرو ملتونو امنيتي شورا او امریکا ترهګرې ډلې ګرځولي او بندېزونه يې پرې لګولي دي.

امریکا د حافظ سعيد په نيولو کې په مرسته کولو د يو کروړ ډالروانعام اعلان کړی او امریکا د جماعت الدعوه په ضد د عملیاتو کولو غوښتنه هم کوي.

د پاکستان چارواکي وايي د ملګرو ملتونو نه د بندېزونو په ترڅ کې د جماعت الدعوه په ضد اقدامات کوي.

د کورنو چارو مخکني وزير چوهدري نثارعلي خان په يو بيان کې ويلي ؤ چې جماعت الدعوه ډله د ۲۰۱۰م ډلې راهسې د پاکستان د چارواکو په څار کې ده.

حافظ سعيد له دې وړاندې هم په کور نظربند کړی شوی ؤ خو جماعت الدعوه د دې فېصلې په ضد عدالت ته تلې او عدالت بيا د کمو شواهدو له امله د هغه د نظر بندي ختمه کړې وه.

جماعت الدعوه اوس هم د حافظ سعيد د نظربندۍ په ضد عدالت ته تلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG