لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې شمالي کوريا ته ويلي: "مونږدښمنان نه يُو"


ټېلرسن ويلي دويې هيله مند دي چې چرته خو به شمالي کوریا پوهه شي چې امریکا ورسره د خبرو خواهش لري.
ټېلرسن ويلي دويې هيله مند دي چې چرته خو به شمالي کوریا پوهه شي چې امریکا ورسره د خبرو خواهش لري.

امریکې شمالي کوريا ته باور ورکړی چې دښمني ورسره نه لري او د شمالي کوريا د کميونسټ حکومت نسکورولو هڅه نه کوي.

د سه شنبې په ورځ واشنګټن کې خبريالانو سره په خبرو کې د امريکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن په ډاګه کړې، چې امريکا نه خو د شمالي کوریا حکومت نسکورول غواړي او نه يې د حکومت د بدلولو کومه اراده لري.

هغه ويلي امریکا د ټاپو کوريا سره په سمدستي ډول اتحاد هم نه غواړي او نه خپلې پوځي دستې شمالي کوريا ته لېږل غواړي.

ټېلرسن ويلي دويې هيله مند دي چې چرته خو به شمالي کوریا پوهه شي چې امریکا ورسره د خبرو خواهش لري.

خو د دې ترڅنګ د امریکې خارجه وزير شمالي کوريا "يوه نه قبلونکې خطره" ګرځولې ده او څرګنده کړې يې ده که شمالي کوريا جوهري وسلو ته دوام ورکړو نو امریکا نه ګڼي چې د هغې سره به خبرې اترې کومه پايله ولري.

ټېلرسن په چین ټينګار کړی چې د شمالي کوريا په اړه خپل ځانګړي معاشي او تجارتي اړيکې وکاروي او فشار پرې واچوي.

هغه ويلي د شمالي کوريا په ستونزه راپېدا کولوکې چين کوم لاس نه لري خو چين د ګټورو خبرو دپاره د سازګار ماحول راجوړولو کې خپل رول ضرور لوبولی شي.

بل لور ته د امريکې د سېنېټ د وسله والو خدمتونود کمېټۍ غړي سېنېټر لنډسی ګراهم ويلي چې د شمالي کوريا د میزائل پروګرام ودرولو وروستۍ لاره ښايي جګړه کېدی شي.

د سه شنبې په ورځ يو ټیلي ويژن پروګرام کې په خبرو کې سېنېټر ګراهم ويلي چې د شمالي کوريا سره جګړه د سيمې دپاره د تباهۍ سبب ګرځېدی شي خو د میزايل پروګرام ودرولو بله لار يې نشته.

سېنېټرګراهم ويلي، چې هغه ته صدر ټرمپ په خپله ويلي، که چري شمالي کوريا هڅه دوامداره وساتله چې امریکا د بېن البراعظمي ميزايلو د لارې په هدف کړي نو د شمالي کوريا سره به جګړه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG