لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتیکا:افغان ځواکونو سره نښته کې ۷۰طالبان وژل شوي


دغه نښته تیره شپه د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې شوې ده.
دغه نښته تیره شپه د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې شوې ده.

افغان چارواکي وایي دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان پکتیکا ولایت کې دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمینځ سختې نښتې شوي چې پکې ۷۰ طالب جنګیالي وژل شوي اؤ ملي عسکرو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دافغانستان خبري ادارې پژواک د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر او سرپرست قوماندان داد لله خان هوتک له خولې ویلي دغه نښته تیره شپه د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې شوې ده.

دپيښې دجذئیاتو بیانولو په ترڅ کې دغه امنیتي چارواکي ویلي تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د ګومل ولسوالۍ په مرکز او اړوندو پوستو بريدونه کړي خو افغان ځواکونو دهغوي مخه نیولې اؤ ددواړو خواؤ ترمینځ سخته نښته شوې ده.

هغه دعوه کړې ده چې په دغه نښته کې په طالبانو دهوا څخه بمبارۍ کې٤٠ وسله وال او مخامخ نښته کې ٣٠ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

دادالله هوتک په دغه نښته کې د وژل شوؤ عسکرو شمیر ده ښودلی خو پژواک بیا د سیمه ایزو اوسیدونکو له قوله د وژل شوؤ عسکرو شمیره تر ۲۰ؤ ښودلې ده.

په دې وروستیو کې په افغان ځواکونو د طالبانو بریدونو کې زیاته اضافه لیدل شوې اؤ په ځینو ولایتونو کې مهمې ولسوالۍ هم دهغوئ لاس ته لوئیدلي دي.

خو تیره میاشت هلمند ولایت ته دخپل سفر په مهال افغان ولسمشراشرف غني ویلي وؤ چې حکومت به یې پوځ ته هاغه ټولې وسیلې ورکوي چې د ورانکارو مخه پرې نیولی شي.

افغان ولسمشر اؤ نور چارواکي تور لګوي چې طالبان په افغان ځواکونو دغه بریدونه دپاکستان په مرسته کوي اؤ وایي پاکستان اؤ طالبانو دافغانستان په ضد مطلق جنګ پیل کړی دی.

افغان ولسمشر دا هم ویلي چې دهغه حکومت پاکستان ته د سولې لاس ورغځولی خو پاکستان دغه لاس نه دی اخستی اؤ په افغانستان کې یې جګړو دپاره پخپله خاوره جنګیالي ساتلي دي.

واشنګټن اؤ نوی ډیلی هم دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان په دوه مخیزه پالیسو کلکې نیوکې لري اؤ وایي پاکستان چې دترهګرۍ په ضد دجګړې په نوم کومې پیسې د نړۍ څخه اخلي هم په هاغو پيسو ترهګر پالي.

خو پاکستان بیا دځان په ضد دغه تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي په افغانستان کې روانې جګړې ددغه هیواد د کورنیو علتونو له امله روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG