لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش نه وروسته طالبان ځوان کول په سوشل میډیا تندلاریتوب ته هڅوي


ددغې مجلې خپرول طالبانو ته فرصت ورکوي چې هغوي تر کورونو د ښځو فکرونو پورې ځان ورسوي اؤ شاته یې دپښو خاپونه هم پاتې نه شي
ددغې مجلې خپرول طالبانو ته فرصت ورکوي چې هغوي تر کورونو د ښځو فکرونو پورې ځان ورسوي اؤ شاته یې دپښو خاپونه هم پاتې نه شي

په سوريه اؤ عراق کې د فعاله تندروه ډلې داعش لخوا په ټولنیزو رسنیو خپلو جګړه ايزو ليکو کې دځلمو ورګډولو وروستو پاکستاني طالبانو هم دښځو جګړو ته راپارؤلو دپاره د سنت خؤلا په نوم خپله مجله خپره کړې ده.
دغه مجله چې دپيغمبر محمد(ص) یوې ښځینه صحابۍ په نوم پسې منسوب ده، په ټولنیزو رسنیو خپريږي اؤ دپاکستان د ځوان کول ترشپيتوؤ فيصدو زياته ابادي، په ځانګړې توګه دمنځنۍ درجې لوستې ښځې دخپل اغیز لاندې راولي.
پخپله اداريه کې سنت خولا مجله وايي ” مونږ غواړو چې هغوي(ښځې) دمجاهدينو( اسلامي جنګيالو) ليکو ته ورګډې شې“ اؤ ددغه رسالې مجلې خپرولو مقصد هم دا دى چې خپلو ښځينه پلویانو ته دوړو او لويو وسلو چلول زده کړى شي.
ددغه مجلې پيل په ډيجيټل نړۍ کې دپاکستاني طالبانو پرمختګ په ډاګه کوي چرته چې هغوي زیات فعاله پاتې شوي ترڅو په موثره توګه دټولنيزو رسنیو یا سوشل میډیا دبیلابیلو فورمونو څخه په استفاده خپل نوي پلویان اؤ تندلاریتوب ته یې ذهنونه راوګرځوي.
څیړونکي وايي په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان دبيلا بيلو پوځي عملياتو له امله خپلې ځالې دلاسه ورکوي اوس هغوي دخپلې مفکورې خورولودپاره ټولنیزو رسنیو ته په پراخه کچه خپل پام ګرځولی دی.
دسیمې دسیاسي چارو څیړونکی پروفيسر خادم حسين چې دمذهبي تندلاریتوب په بابله یې یو کتاب هم لیکلی وایي چې سوشل میډیا دتندلارو په لاسونو کې يوه موثره آله ده،
هغه وایي په پاکستان کې دپاکستاني طالبانو دتحریک لخوا د ښځو دپاره ځانګړې مجله خپرول یو ډیر خطرناک عمل دی،
ښاغلی خادم حسين نظر لري چې د ټي ټي پي دمجلې خپرولو یوه موخه دا هم ده چې هغوئ غواړي په عام کورني ژوند یا ورځینو چارو کې دښځو دنقش یا کردار څخه ګټه پورته کړي اؤ دا هاغه څه دي چې په اسانۍ سره په نظر نه راځي.
دهغه ويناده چې ددغې مجلې خپرول طالبانو ته فرصت ورکوي چې هغوي تر کورونو د ښځو فکرونو پورې ځان ورسوي اؤ شاته یې دپښو خاپونه هم پاتې نه شي.
دسرکاري اندازو ترمخه پاکستان په ټوله نړۍ کې دابادۍ په لحاظ سره شپږم لويې هيواد دى چې پکې تر شلو کروړو پورې خلک اوسيږي، دپاکستان درې شپيته فيصده ابادي دنوولسو کالو څخه د کم عمر یا تنکو پیغلو اؤ ځلمو ده.
دخېبر پښتونخوا د ديني مدرسو د اتحاديې وفاق المدارس العربيه پاکستان مشر حسېن احمد مدني وايي چې د دوي سره تړلو مدرسو کې خواوشاه ۳۰ لکه زده کوونکي او يو لک ښځې اؤ سړي استاذان دي.
نوموړی وايي چې په زده کوونکو کې لږ تر لږه دېرش لکه ښځېنه زده کوونکې هم شاملې دي.
دهغه په وينا وړاندې د ښځو مدرسې کمې وې خو په تېرو دېرشو کالو کې دغه شمير زيات شوی دی.
" له تېرو پينځويشت ديرشتو کلونو راهسې په دې ملک کې د جينکو د مدرسو يو جال خپور شوی. په غرونو کې، په کلو کې ،په ښارونو کې او په ډېرو ګرانو ځايونو کې د جينکو مدرسې جوړې شوې دي"
د جینکو د مدرسو زياتېدونکي شمېر روښانفکره پوهان اندېښمن کړي دي او وايي دا د پښتون کلتور پرضد يو منظم سازش دی،په دوي د مذهب په نوم عربي کلتور ورتپل کيږي.
ښاغلی خادم حسېن وايي د عربي کلتور له لارې د پښتنو نه ځايي کلتوري بيانيه تروړل کېږي.
څیړونکو خبردارى ورکړى چې پاکستان ته دځوانانو په انلاین بڼه تندلاریتوب ته دمايله کیدو خطره له دې امله پېښه ده چې په زيات شمير کې ابادي يې دځوانانو ده اؤ دتندروۍ دمخنيوي بيانيه پکې شتون نه لري.
داپريل په مياشت کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي کراچۍ ښار کې يوې غونډې ته ويلي وو چې په تعليمي ادارو کې بنيادپرستي په سيوا کيدو ده، دقانون نافذونکې ادارې اندیښنې څرګندوي چې پاکستان کې به راتلونکی کول به دمدرسو پځایې د پوهنتونونو نه د تندلاریتوب سوچ اخلي.
دغه چارواکي دنورو مثالونو ترڅنګ دنورين لغاري مثال هم ورکړى ؤ چې ختيځ ښار لاهور کې دطب دڅانګې یوه پیغله محصله ده ، دچارواکو وينا ده چې دغه جينۍ دسوشل میډیا څخه په اثر اخستو تندلاریتوب ته مائله شوې وه اؤ داعش کې دورګډيدو په نيت يې سوريې ته سفر کول غوښتل.
دمذهبي چارو څیړنکار ډاکټر قبله اياز دټي ټي پي لخوا دښځو دپاره دځانګړې مجلې خپرول دسيمې دځوان کهول لپاره يوخطرناک پرمختګ ګرځولى دى.
دهغه وينا ده چې ځوان کهول په ټولنیزو رسنیو فعاله دی نو ځکه دا يو خطرناک پرمختګ دى،
"تندروه داعش ډلې دخپلو هدفونو لاسته راوړلو لپاره همدغه دسوشل ميډيا ستراتيژي خپله کړې نو له دې امله دا دلته کې هم ستونزه ښکاري"
دغه دمذهبي چارو پوهان په ټوله اسلامي نړۍ کې دتندروۍ دمخنيوي دبيانيې مخې ته په راوړلو ټینګار کړی او ويلي يې دي ستونزه دا ده چې مونږ دتندروۍ دمخنيوي يوه غوره تعميري بيانيه نه ده راوړاندې کړې،
دهغه وایي فکر کوي چې داسلامي نړۍ وتلو مشرانو ته ددې په ضد يوه ګډه ستراتيژي مخې ته راوړل پکار دي.
دپوهانو وينا ده چې پاکستان ته له دې امله هم دتندلاریتوب ګواښونه پیښ دي چې رياست په مشکوکه توګه په سيمه کې او ورپه اخوا خپلو جغرافيايي او سياسي ګټو ته دودې ورکولو لپاره ترهه ګري ديوې آلې په توګه کاروي
تيره مياشت امریکایي کانګريس ته هم دپينټاګان په وړاندې کړى شوي راپور کې دپاکستان لخوا دتندروه حقاني ډلې په ملاتړ انديښنې څرګندې کړى شوې وې
حقاني ډله په افغانستان کې امريکايي او افغان ځواکونه په نخښه کوي.
دپاکستان په سکولونو کې ښودل کيدونکو نصابي کتابونو کې هم داسې مواد ترسترګو کیږي چې پکې دزغم نشتوالي او يولنډ تنګ نړيوال منظر ته وده ورکولى شي.
دپاکستان دبشري حقونو خپلواکه کميسيون او دامريکا دنړيوالې مذهبي ازادۍ کميسيون څو واره په پاکستان غږ کړى چې له نصابي کتابونو څخه دکرکې او توپیري مواد وباسي.
دنړيوالې مذهبي ازادۍ په هکله امريکايي کميسيوين د٢٠١٧م کال پخپل راپور کې ويلي وؤ چې پاکستان کې داقليتونو په اړه په توپیري موادو مشتمل نصابي کتابونه اوس هم د لږکیو دپاره د اندیښنې وړ دي.

پوهانو خبردارى ورکړى چې دمينځنۍ درجې طالب علمان چې عصري ډيجيټل الات پورې رسد لري دهغوي دمدرسو په پرتله دزيات بنيادپرست جوړيدو رجحان سیوا دى.

په سيمه کې کارپوهانو خبردارى ورکړی چې دټي ټي پي لخوا تعليم يافته دمينځنۍ درجې خلکو په ځانکړي ډول ښځو پورې درسيدلو تازه هڅه دتندلارو جګړه يو نوي پړاؤ ته بيايي،

په راتلونکو ورځو کې به اساسي پوښتنه دا وي چې ټولنه او رياست تر څومره حده دتندلارو په لاسونو کې دنوو الاتو دمخنيوي نيت لري ؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG