لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ بیرته ونیوله


 د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو د جاني خیلو ولسوالۍ تیره شپه له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو د جاني خیلو ولسوالۍ تیره شپه له وسله والو طالبانو نیولې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د یو تعرضي برید په پایله کې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز ته ننوتي دي.

جنرال وزیري ویلي چې په دې هکله به نور معلومات له رسنیو سره وروسته شریک شي.

خود پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ يې د څو ورځو پرله پسې نظامي عملياتو وروسته تېره شپه له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، چې په دغه عملياتو کې د نورو افغان امنيتي قوتونو ترڅنګ کمانډو ځواکونو هم برخه درلودله.

پر جاني خېل ولسوالۍ د جولای مياشتې په ۲۴ وسله والو طالبانو بريدونه پيل کړل، چې د ځينو سرچينو په وينا د يوې ورځې او شپې له سختې جګړې وروسته دا ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې وه.

عبدالله حسرت وايي، د جاني خېلو ولسوالۍ په ټوله جګړه کې، چې د جولای مياشتې له ۲۴ مې پيل او تر نن پورې يې دوام وکړ، ۱۵۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپيان دي.

حسرت زياته کړه، چې په وژل شوو کې تر ۲۰ ډېر بهرني جنګيالي په ځانګړي ډول پاکستاني اتباع شامل دي.

د پکتيا د والي وياند د جاني خیلو د ولسوالۍ په جګړو کې د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې په دې برخه کې به وروسته له رسنيو ارقام شريک کړي.

بل لور ته طالبانو نن رسنيو ته په يوه استولي تليفوني پيغام کې د افغان ځواکونو له لوري د جاني خیلو د ولسوالۍ د بیرته نیولو خپور شوی خبر رد کړی دی.

شاوخوا يو کال مخکې هم پر دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانو هجوم ور وړی و او له له افغان ځواکونو څخه یې د یو څه مودې لپاره نيولې وه، خو وروسته افغان ځواکونو د نظامي عملياتو په ترڅ کې دا ولسوالۍ بیرته په خپل کنترول کې راوستې وه.

جاني خیلو ولسوالۍ یوه سترایژیکه ولسوالۍ ده چې افغان امنیتي ځواکونو د چارواکو د ادعا له مخې تیر کال طالبانو غوښتل د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې خپل پوځي مرکزونه دغې ولسوالۍ ته انتقال کړي، چې د افغان چارواکو د وینا پر اساس د ولسوالۍ په بیرته نیولو سره د طالبانو دا هڅه شنډه شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG