لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانګریز راښکل شوي کرښې به ورکیږي، اسفنديار ولي خان


افضل خان لالا ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې او وې ويل افضل خان لالا يو مدبر سياستمدار او د امن پلوي ؤ.
افضل خان لالا ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې او وې ويل افضل خان لالا يو مدبر سياستمدار او د امن پلوي ؤ.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديارولي خان وايي د انګرېز راښکل شوي کرښې به ورکیږي، د اېف سي ار تور قانون دې ختم کړی شي او نوې وزيراعظم دې د ائيني اصلاحاتو د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو اعلان وکړي.

اسفنديار ولي خان دغه خبرې د پښتون ملت پاله مشر ارواښاد افضل خان لالا په ژوند ليکل شوي کتاب د مخکتنې دستورې ته په وېنا کې کړي دي.

اسفنديار ولي خان وويل په قبايلي سيمو فاټا کې ورته د اېف سي ار تور قانون د منلو نه دی او غوښتنه يې وکړه نوی وزيراعظم د ائیني اصلاحاتو د لارې د انګرېز جوړ تور قانون اېف سي ار ختم کړي اود فاټا په صوبه کې شاملولو اعلان دې وکړي.

نوموړي په مخکني وزيراعظم نوازشريف نيوکې وکړې چې د دوه تنو د خوشحالولو دپاره د لاکونو په شمېره کې د قبايلي اولس د ارمانونو خون وکړو.

نوموړي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محموخان اچکزۍ د نوم اخستو پرته وويل وويل ځانته قام پرسته ويونکي قبايلو ته د حقونو ورکونکو په ضد دي.

اسفنديارولي وويل په سيمه کې جګړه روانه ده او د وينې توئېدو د مخې نيولو دپاره به په ګډه کار کول وي.

هغه ارواښاد افضل خان لالا ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې او وې ويل افضل خان لالا يو مدبر سياستمدار او د امن پلوي ؤ. هغه نه ويرېدونکي انسان ؤ او د سوات د امن دپاره يې مهم رول لوبولی ؤ.

اسفنديار ولي وويل د بزرګ مشر او عظيم ملت پال افضل خان لالا مړينه نه يواځې د عوامي نيشنل ګوند بلکې د پښتون قام زيان دی.

هغه وويل افضل خان لالا په خپل ټول ژوند د جمهوريت د سرلوړۍ دپاره مبارزه کړې ده.

نوموړي په ملک کې د روانو سیاسي حالاتو په اړه خپلو خبرو کې وويل د پاناما شور ختم شوی او نوی وزيراعظم دې د ملک مهمو پله پام راوګرځوي.

هغه دا هم وويل چې د عايشه ګلالۍ په عمران خان د لګولو تورونو په اړه کمیټي جوړه شوې د پلټنو ترسره کېدو پورې دې په دغه مسله د بحث کولو نه ډډه وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG