لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا احتساب کمېشن د عائشه ګلالۍ نه پلټنې کوي


عائشه ګلالۍ په خپله د پي ټي آئي په صوبايي حکومت تورونه لګولي او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي دي.
عائشه ګلالۍ په خپله د پي ټي آئي په صوبايي حکومت تورونه لګولي او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي دي.

د خېبرپښتونخوا د احتساب کمېشن د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) نه وتلې د قامې اسمبلۍ غړي عائشه ګلالۍ باندې د غبن د لګېدلو تورونو پلټنې پېل کړي دي.

په عائشه ګلالۍ د هغې شخصي سېکتر او نورو تنانو د غبن تورونه لګولي دي.

د صوبې د احتساب کمېشن يو غړي کرنل (ر) سردار وي او ای ته ویلي چې عائشه ګلالۍ د قامي اسمبلۍ غړې ده ځکه د صوبې احتساب کمېشن نېغ په نېغه د هغې په ضد پلټنې يا بل کوم ګام نشي پورته کولی.

ولې هغه ويلي په وروستيو ورځو کې دوه کسانو د عائشه ګلالۍ په ضد د غبن تورونه لګولي چې د دغو دوه کسانو سره د تماس نیولو پرېکړه شوي ده.

د کرنل سردار په وېنا کمېشن د يو تن سره رابطه کړې او هغه ته ويل شوي چې هغه دې خپل ټول ثبوتونه او شواهد کمېشن ته ورکړي.

هغه ويلي که په عائشه ګلالۍ لګېدلو تورونو کې د نورو ککړو کسانو تعلق د صوبايي حکومت سره ؤ چې غبن يې کړی نو د هغو سره صوبايي احتساب کمېشن د پلټنو په اړوند رابطه کولی شي.

نورزمان نومې تن چې ځان د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړی او عائشه ګلالۍ سېکتر معرفي کوي هغه په عائشه ګلالۍ تور لګولی چې په بنو او کرک يې کې په ترقياتي پروژو کې يې غبن کړی دی.

نورزمان وي او ای سره په خبرو کې ادعا کړې چې عائشه ګلالۍ د بنو او سراخېل ترمنځ د سړک په جوړولو کې ۷۲ لاکه روپۍ اخستې دي.

هغه په ګلالۍ د غبن نور تورونه هم لګولي او ویلي يې دي چې ټول ثبوتونه احتساب کمېشن ته ورکوي.

عائشه ګلالۍ په خپله د پي ټي آئي په صوبايي حکومت تورونه لګولي او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي دي.

ګلالۍ دا هم ويلي چې هغې او پلار ته يې د ورپېښو ګواښونو له کبله پېښور پرېښودی او اسلام اباد کې دېره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG