لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د وکيلانو د وژنې په کال پوره کېدو کاربنديز او ماتم


د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار وايي، دغه ناوړه پېښې د بلوچستان بار معذوره کړی دی.
د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار وايي، دغه ناوړه پېښې د بلوچستان بار معذوره کړی دی.

په کوټه کې د وکيلانو د وړومبي تلين په موقع د ښار کاروباري مرکزونه او تعليمې ادارې تړلې پرتې دي، وکيلانو عدالتونو ته نه دي حاضر شوي.

پاکستان بار کونسل يا د وکيلانو سازمان په کوټه کې د وکيلانو د وژنې په ياد کې نن په ټول ملک کې کاربنديز او ماتم اعلان کړی دی.

د کوټې د وکيلانو سازمان د درېو ورځو د ويراعلان کړی او د بلوچستان بارکونسل کې تعزيتي غونډه شوې ده.

غونډې ته په وېنا کې د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار وويل، وکیلانو د ملک دپاره قربانۍ ورکړي دي.

هغه وويل الفاظ نه لري چې د وژل شوو کورنو سره غمرازي وکړي، او د دغه ناوړه پېښې غندنه وکړي.

هغه زیاته کړه دغه ناوړه پېښې د بلوچستان بار معذوره کړی دی.

نوموړي قاضي په خپله وېنا کې وويل ترهګر نه غواړي چې پاکستان په خپلو پښو ودريږي او د ملک د کمزوري کولو سازش روان دی او دا سازش کامیابېدل به د ملک د راتلونکې دپاره ښه ونه ګرځي.

هغه وويل مونږ له د ترهګرۍ په ضد جنګ کول دي او مونږ له په شا کېدل نه دي او هر چا له او ټول ادارو له به په دې جنګ کې خپله برخه اچول دي.

د سترې محکمې مشر قاضي وویل دا يو سوال دی چې د ترهګرۍ په شا څه دي؟ دا اوږده خبره ده، خو دا وخت په ملک کې ترهګري کمه شوې ده او د دې په کمېدو کې د وکيلانو د قربانۍ هم برخه ده.

هغه دا هم وويل چې په بلوچستان کې اوس هم د وکیلانو د امنيت حال ښه نه دی، او د وژل شوؤ کورنو ته به عدليه د پوره معاوضې ورکولو په لړ کې پوره کردار اداکوي.

ملک سکندر چې خپله وکيل دی وايي، د تېر کال اتم اګست د پېښې غم نن هم هغه شان تازه دی د وژل شوؤ وکيلانو کورنۍ او وکيلان غمژن دي.

هغه وويل د نورو غوښتنو او معاوضي هر څه نه وړومبۍ وکيلان غوښتنه کوي چې په دغه پېښه کې ککړ لاس معلوم شي هغوي د قانون منګولو ته راوستی شي د وژل شوؤ وکيلانو او دويې ته به تسلي وشي.

هغه وويل دويې قربانۍ ورکړې او په صوبه کې د امنيت په ځای کېدو غټې دعوې هم وشوې خو نه امن راغی او نه په بدامنۍ کې ککړ لاس ښکاره شو.

کال وړاندې د کوټې په سول روغتون کې ځانمرګی برید شوی د ۷۰ نه سېوا کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې پښتانه د سر او فعاله وکيلان وو.

په ټول ملک کې وکيلانود غمرازۍ او دعاګانو دستورې راجوړې کړي په وکيلانو شوی بريد يې غندلی او د انصاف ترلاسه کېدو غوښتنه يې کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG