لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوزدير: نښته کې د پوځي افسر په ګډون څلور سرتيري وژل شوي


چارواکو ويلي په نښته او عملياتو کې يو مشکوک ترهګر نیول شوی هم دی.
چارواکو ويلي په نښته او عملياتو کې يو مشکوک ترهګر نیول شوی هم دی.

پوځ ويلي د خېبرپښتونخوا په کوز دير علاقه کې د ترهګرو په ضد عملياتو کې د پوځ د يو افسر (مېجر) په ګډون څلور سرتيري وژل شوي دي.

د پوځ بيان کې ويل شوي د استخباراتي ادارې مېجر علي سلمان د خپل ټيم سره د پټو معلوماتو په اساس د کوز دير تېمرګرې په شېروټکۍ علاقه کې د ترهګرو په ضد عمليات کول.

د پوځي بيان ترمخه چې سرتېرو په ترهګرو چهاپه ووهله نو وسله والو په دويې ډزې پېل کړې، په دغه مهال يو ځانمرګي ځان والوزؤ او بل د پوځي سرتېرو په ډزو کې وژل شو.

چارواکو ويلي په نښته او عملياتو کې يو مشکوک ترهګر نیول شوی هم دی.

نښته کې مېجر علي سلمان،حوالدار غلام نذير، حوالدار اختر او سپاهي عبدالکريم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د جولايۍ په میاشت کې د خېبرايجنسۍ په راجګال علاقه کې عمليات پېل کړي دي.

پوځ ويلي دغه عمليات په ټول ملک کې د ترهګرو په ضد د ردالفساد په نوم عملياتو برخه ده.

چارواکي وايي په ملک کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي او روانو عملياتو کې هم کامیابۍ ترلاسه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG