لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:طالبانو یرغمال کړي ۳۳۵ وګړي خوشي کړي دي


د سرپل ولایت ځایي چارواکي وایي چې طالبانو ٢٣٥ هغه کسان خوشې کړیدی چې د میرزاولنگ په کلي کې نیول شوې و.

د والي ویاند وویل چې د ځایي سپین ږیرو او مشرانو د څلورو ورځو د کوښښونو نه وروسته دغه کسان د طالبانو او د القاعدی د منگولو نه ازاد شویدي او سرپل ته رارسیدلي دي.

د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي چې د میرزاولنگ کلی چې د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ پورې اړه لري د ۴٨ ساعتونو نښتو وروسته طالبانو ونیوه.

په دی ورسیتو وختونو کې د سیمه ایزو چارواکو په وینا په میرزاولنگ کې په لسگونو ملکیان وژل شویدي او ١٥٠ کورنۍ برمته شوی وې.

د دې جملې نه هغه٣٠ کورنۍ چې سرپل ته راتښتیدلي دي وایي چې تر اوسه پورې ورسره چا د خوراکي موادو مرسته نه ده کړي او هر څه ترینه په کلې کې پاتې شویدي.

ولسمشر اشرف غني د سه شنبې په ورځ په سرپل کې د ملکیانو وژل جنگي جنایت وبالو او د انتقام اخیستلو ژمنه وکړه.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې مونږ د میرزاولنگ په کلي کې د ملکیانو په وژلو کې لاس نه لرو او نه مو په هغوي حمله کړي وه

(دامریکا غږ اشنا څخه)

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG