لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا د اګست په نيمایي کې په ګوام د بريد ګواښ کړی


يو بيان کې شمالي کوريا په امريکا د دفاعي جنګ تور لګولی او خبرداری يې ورکړی که امریکا په خپله منصوبه عمل کوي نو شمالي کوریا به جګړه ونخلوي
يو بيان کې شمالي کوريا په امريکا د دفاعي جنګ تور لګولی او خبرداری يې ورکړی که امریکا په خپله منصوبه عمل کوي نو شمالي کوریا به جګړه ونخلوي

شمالي کوريا د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ خبرداری ردوي په کوم کې چې نوموړي ويلي د سوشلټ رژيم په ضد به پوځي اقدام وکړي که امریکا ته د ګواښونو لړۍ يې دوامداره وساتله.

شمالي کوريا دا ګواښ د صدر ټرمپ د هغه بيان څخه څو ساعته وروستو کړی دی چې کله هغه پيانګ يانګ ته خبرداری ورکړو امريکا به يې په ضد هر اقدام ته د اُور او غضب څخه ډک ځواب ورکړي.

او د دغه بيان څو ساعته وروستو د شمالي کوريا پوځ ویلي په ګوام د ميزايل برید د جاج اخلي.

ګوام د امریکا د انتظام لاندې ټاپو دی کوم چې د امريکا د خاورې په مقابله کې د ختيځ او جنوب ختيځ اسيايي ملکونو ته نزدې دی.

د ګوام ابادي يو لاک ۶۳زره ده او دا د سېلګرۍ مشهوره سيمه ده چرته چې د جنوبي کوريا او جاپان څخه په لویې شمېر کې سېلګري راځي.

په ګوام کې د امريکې د پوځ يوه غټه اډه ده چرته چې د سمندري جهازونو يو اسکوارډن، يوه هوايي اډه او د سمندري ځواک دفترې هم دي.

د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوريا سرکاري خبري ادارې د کوريا د پوځ د وياند د خلې ويلي د بريد حتمي پرېکړه به د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان کوي او په پرېکړه به سمدست عمل کيږي.

د ګوام ګورنر اېډي کالوو د شمالي کوريا ګواښ رد کړی او ويلي يې دي دفاع يې په مضبوطو لاسونو کې ده او دويې د هر ډول حالاتو مقابلې ته تيار دي.

کالوو ويلي ګوام يواځې پوځي تاسيس نه دی بلکې د امريکې خاوره ده، د کوم د ساتنې دپاره چې دویې تل د سپينې ماڼۍ سره په تماس کې دي.

يو بيان کې شمالي کوريا په امريکا د دفاعي جنګ تور لګولی او خبرداری يې ورکړی که امریکا په خپله منصوبه عمل کوي نو شمالي کوریا به جګړه ونخلوي او د امریکا په ګډون خپل ټول دښمنان به د ځمکې د مخه لرې کړي.

صدر ټرمپ د سه شنبې په ورځ نيوجرسي کې خبريالانو سره خبرو کې د شمالي کوريا په ضد سخت الفاظ کارولي او امريکا ته د ګواښونو نه په ډډه پاتې کېدو يې ورته ويلي ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG