لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي پوځ:هسکه مینه کې ولسي وګړي نه،جګړه ماران وژل شوي


د امریکا پوځ یو ویاند پورټیمان ویلي  ددغه جنګیالیو دهوا څخه څارنه کیدله چې په موټرو کې یې وسلې بارولې
د امریکا پوځ یو ویاند پورټیمان ویلي  ددغه جنګیالیو دهوا څخه څارنه کیدله چې په موټرو کې یې وسلې بارولې

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایې د ننگرهار ولایت هسکه مینه کې تیره ورځ په شوې بمبارۍ کې اولسي وګړي نه بلکې جنګیالي وژل شوي دي

تیره ورځ حکومتي مامورانو امریکا غږ ته وېلي وؤ چې د هسکې مېنې په مربوطاتو کې په دوو هوایې بمبارېو کې د ښځو او ماشومانو په شمول ١٦ اولسي وګړي وژل شوي دي خو په افغانستان کې امریکایي ځواکونه وایي چې وژل شوي اولسي وګړي نه بلکې وسله وال جګړه ماران وؤ.

افغانستان کې د امریکا پوځ یو ویاند پورټیمان ویلي ددغه جنګیالیو دهوا څخه څارنه کیدله چې په موټرو کې یې وسلې بارولې.

ښاغلي پورټیمان وویل چې برید په هوار میدان شوی او د دې هیڅ امکان نشته چې پدې برید کې دې ملکي خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی وي.

په همدې حال کې د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي، امریکا غږ ته ویلي دي چې یوه ډله خلک چې په ېوه پک اپ موټرکې سپاره وو چې بمباري پرې وشوه، شپاړلس کسه یې ووژل چې ٨ تنه د ېوې کورنۍ غړي وو. د امریکا د پوځ ېوه وېاند( بوب پورټیمن) د حکومتي چارواکو ادعا رد کړه اوبی اساسه یې وبلله.

ملگري ملتونه وایې چې سږکال ١٧٠٠ ملکیان د افغانستان په روان جنگ کې ژول شوي اوېا زخمیان شوي دي.‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏

(دامریکا غږ اشنا په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG