لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:دمذهب په سپکاوي تورن ذهني معذروه تن وژل شوی


دپيښې نه وروستو وژونکو ځان پخپله په پولیسو نیولی اؤ ویلي  یې دي چې هغوئ عطاء محمد ځکه وژلی چې د مذهب سپکاوی یې کړی دی
دپيښې نه وروستو وژونکو ځان پخپله په پولیسو نیولی اؤ ویلي  یې دي چې هغوئ عطاء محمد ځکه وژلی چې د مذهب سپکاوی یې کړی دی

دپاکستان د سندهـ ایالت په ټنډو ادم خان خان ښار کې د مذهب دسپکاوي په جرم دسزا پوره کولو وروسته له زندان څخه راوتلی یو ذهني ناروغه تن په ډزو وژل شوی دی.

دمیډیا راپورونو له مخې دغه ۳۲کلن تن عطاء محمد خان نومیدو چې کمال برړو سیمه کې پرې دوؤ کسانو ډزې کړي اؤ وژلی یې دی.

راپورونه دا هم وایي چې دپيښې نه وروستو وژونکو ځان پخپله په پولیسو نیولی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ عطاء محمد ځکه وژلی چې د مذهب سپکاوی یې کړی دی.

د ټنډو ادم خان د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ډاکټر فرخ لنجهار میډیا ته ویلي چې په عطاء محمد محکمه کې د مذهب دسپکاوي دوسیه روانه وه خو دهغه په طبي رپورټ کې ډاکټرانو منلې وه چې عطاء محمد ذهني ناروغه دی اؤ له دغه امله محکمې هغه په ضمانت خوشی کړی ؤ.

دپولیسو دغه مشر وویل په وژل شوي عطاء محمد کال ۲۰۱۲م کې د سیمې یو وکیل الطاف حسین جونیجو پولیس ته شکایت کړی ؤ چې د مذهب سپکاوی یې کړی اؤ بیا پولیسو دهغه په ضد دمذهب د سپکاوي دقانون لاندې مقدمه درج کړې وه.

نوموړی یوازې دوه اوونۍ وړاندې د حیدراباد دزندان څخه په ضمانت خوشي کړل شوی ؤ اؤ تیره ورځ دخپل کلي دنهر په غاړه لامبل چې په موټر سائیکل ناستو دوؤ کسانو پرې ډزې وکړې اؤ وئ وژلو.

پاکستان کې دمذهب د سپکاوي د تورونو پيښې

د روان کال د اپریل په میاشت کې د خیبرپښتونخوا چترال کې هم یو لیونی تن خلکو د مذهب په سپکاوي تورن کړی اؤ اؤ وروستو چې هغه پولیسو ونیولو نو زرګونه پاریدلي خلک د هغه وژلو پسې د پولیس تاڼې مخې ته ورټول شوي وؤ.

په ګرد پاکستان په خاص ډول پنجاب ایالت کې اکثره اقلیتي وګړي دمذهب دسپکاوي په تورونو تورنولى شي او وروستو ورته عدالتونه دتندروه ډلو ددړکو له ويرې دمرګ سزاګانې اوروي.

په دغه هیواد کې تردې مهاله ګڼ اقلیتي وګړي د مذهب د سپکاوي په تورونو یا خو قهریدلو خلکو پخپله وژلي اؤ یاهم بیا دقانوني سزاګانو سره مخ شوي دي.

تیره میاشت هم دپنجاب په مظفرګړهـ سیمه کې یوې ځایي محکمې د مذهب دسپکاوي په تور نعمان چانډیا نومې یو تن ته د مرګ سزا اورولې وه اؤ له هغې یوه اوونۍ وړاندې همدغه دغه سیمه کې د یو سرکاري سکول استاد پولیسو د مذهب د سپکاوي په تور نیولی ؤ.

همدغه شان د روان کال د اپریل په میاشت کې د خیبر پښتونخوا د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ کې هم د جرنلزم دڅانګې یو زده کوونکی مشال خان د یونیورسټۍ په سوؤنو پاریدلو محصلینو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی ؤ.

خو وروستو په پلټنو کې ثابته شوه چې مشال خان د مذهب هیڅ سپکاوی نه ؤ کړی.

دپاکستان دپنجاب ایالت پخوانی ګورنر سلمان تاثیر اؤ د اقلیتي چارو یو پخوانى وفاقي وزير شهباز بهټي هم دمذهب دسپکاوي په تورونو وژل شوي وؤ.

دبشري حقونو نړيوالې ډلې دپاکستان د حکومت څخه دمذهب دسپکاوي موجوده قانون کې دبدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هیواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلیمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

د پاکستان د نظریاتي کونسل مشران هم وايي چې د اسلام د سپکاوي په قانون کې څه قسمه بدلون نه شي کیدلی.

د پاکستان د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون

د مذهب د سپکاوي قانون په 1986 کې پخواني پوځي امر جنرل ضیا الحق جوړ کړې ؤ.

ددې لانجمنه قانون د جوړیدلو را په دېخوا تر اوسه قهر جنو خلقو په سونو حملې کړي دي او د مسلمانانو په گډون گڼ شمیر غیرمسلمانان په جیلونو کې سزا گانې خوري.

په پنجاب کې د پينځه بچو مور یوه عیسايي ښځه اسیه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په تور کې د مرگ سزا اورول شوې ده.

اسیه بي بي په نومبر 2010 کې پولیسو نیولې وه، په هغې تور ؤ چې د خپلې مسلمانې ملگرې په پیالۍ کې یی اوبه څکلې وې، د اسیه بي بي خپلوان وايي په هغې لگول شوي تورونه غلط دي.

د پنجاب صوبې پخواني گورنر سلمان تاثير په کال ۲۰۱۱م کې د اسیه بي بي د جیل څخه د خوشي کولو او د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه کوله چې هم دهغه خپل محافظ ممتاز قادري په رڼا ورځ د خپلو نورو عسکرو ملگرو په موجودگۍ کې په ډزو اووژلو.

ممتاز قادري تيزندي شوې دی خو د هغه په لکونو پلویانوپه سر ښار اسلا اباد کې دهغه په قبر یو دربار جوړ کړی دی او روزانه ورته په سوونو خلق د ثؤاب گټلو په خاطر ورځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG