لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د امريکا د جګړې خصوصي کولو وړانديز او غبرګون


دا وخت په افغانستان کې خواوشا ۹۰۰۰ امریکايي پوځ موجود دی چې پکې زياتره د جګړې په ځای د افغان ځواکونو روزنه کوي.
دا وخت په افغانستان کې خواوشا ۹۰۰۰ امریکايي پوځ موجود دی چې پکې زياتره د جګړې په ځای د افغان ځواکونو روزنه کوي.

د امریکا د يوې شخصي سيکيورټي (امنيتي) کمپنۍ بلېک واټر مشر اېرک پرنس وړانديز کړی چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې يوه غټه برخه حصوصي شي، خو دې وړانديزته په کابل او واشنګټن کې مخالفت هم ویل شوی دی.

راپورونه وايي د امريکا صدر ډونلډټرمپ د افغانتسان په اړه خپلې پاليسۍ کې په دې وړانديز هم غور کوي.

پرنس ويلي په وړانديز يې کم لګښت راځي او دا به د جګړې مخه بدله کړي.

د وړانديز ترمخه د افغان روزنیز ځواکونو په ځای به نزدې ۵۰۰۰ کنټرېکټر په ځای کړی شي چاته چې به خصوصي فضايي مرسته ترلاسه وي. پرنس ويلي کنټرېکټرز به د افغان چارواکو په قابو کې وي.

وي او ای سره په خبرو کې پرنس ويلي،" دا ټول به د مرکزي افغان حکومت او افغان وسله والو ځواکونو په قابو کې وي دا به کومه ځايي ملېشه نه وي چې جوړيږي".

خو ځینې مهم افغان مشرانو په دې اندېښنه څرګنده کړې چې د پرنس دا پوځ به د حساب کتاب نه بهر وي، او د هغو په وېنا د داسې کولو سره به د بلېک واټر سرتيري هغه ظلمونه وکړي کوم چې دويې په تېره لسيزه کې په عراق او افغانستان کې کړي دي.

افغان حکومت په رسمي ډول دې وړانديز ته کوم غبرګون نه دی ویلی خو يو لوړ پوړي افغان دفاعي چارواکي وي او ای ته ویلي، "په دې پروژه کې قانوني پيچليتوب دی او دا د امریکا سره زمونږ د خپل منځي امنيت په تړونونو سوالونه راپورته کوي".

دا وخت په افغانستان کې خواوشا ۹۰۰۰ امریکايي پوځ موجود دی چې پکې زياتره د جګړې په ځای د افغان ځواکونو روزنه کوي. د امريکا په مشرۍ نړيوالو اتحادي ځواکونو په ۲۰۱۴م کې په افغانستان کې جنګي ماموريتونه پای ته رسولي دي.

د هغې وروستو چې افغان ځواکونو امنيت سمبال کړی د طالبانو لخوا د سختې جګړې سره مخ پاتې شوي او ډېرې علاقې د طالبانو لاسو ته هم ورغلي دي. راپورونه وايي د کابل حکومت سره دا وخت د ملک د نيمې نه لږه زياته برخه په لاس کې ده.

د پېنټاګون لوړ پوړي چارواکي او د دفاع وزيرجېم مېټس داسې وېنا کوونکي په نظر راځي چې دا جګړه ګټونکې نه ليدل کيږي.

دا يوه ګران بېعه جګړه ده، امريکا به سږکال نزدې ۴۵ اربه ډالره په دې خرڅ کوي.

پرنس وړانديز کړی چې پينځه زره کنټرېکټرز به د افغان ځواکونو سره وي، هغويې ته به روزنه ورکوي او په اړتيا به د هغو سره يوځای جګړه هم کوي او افغان حکومت ته به رپورټ کوي.

پرنس د يوې غټې فضايي کمپنۍ (هوايي شرکت) وړانديز هم کړی، چې پکې به د خصوصي هوايي ځواک ۹۰ الوتکې شامل وي په هغو به "د افغان ځواکونو علامات يانخښې او اشارې جوړې وي او يو افغان به هم پکې سور وي او د بمبارۍ امر به هم افغان چارواکي ورکوي".

خو د پرنس د دې وړانديز مخالفت هم مخې ته راغلی دی.

ټرمپ ويلي چې هغه د افغانستان په اړه نوي وړانديزونو اورېدو ته اماده دی، خو که هغه د پرنس پروژه مني نو دا به د امريکا د لوړ پوړو پوځي چارواکو مخالفت وي څوک چې دا وړانديز نه خوښوي.

بل لور ته افغانستان کې هم په دې اندېښنې ښودل شوي دي، او مخکني افغان صدر حامدکرزي په ټويټر ليکلي،"هغه په سختۍ سره د دې پروژې مخالفت کوي او د هغه په وېنا دا د افغانستان د ملي خپلواکۍ ښکاره سرغړونه ده".

د افغانستان د استختباراتي ادارې مخکني مشر رحمت الله نبیل ويلي دا پروژه به نوره د خلکو د قهر سبب وګرځي عام خلک به پکې ووژل شي او طالبانو ته به يې د خلکو د ځان سره ملګري کولو کې ګټه ورسي.

صدر ټرمپ ويلي دي چې هغه به د افغانستان په اړه زر پرېکړه وکړي.

بل لور ته په افغانستان کې د نېټو ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن ويلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه په نړۍ کې یوه خورا مهمه جګړه ده، چې باید دا جګړه وګټل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG