لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف ار پېښور کې د داعش پينځه مشکوک وسله وال نيول شوي


پاکستان کې د يو شمېر ترهګرو بريدونو د زمه وارۍ منلو باوجود چارواکي په ملک کې د داعش موجودګي ردوي.
پاکستان کې د يو شمېر ترهګرو بريدونو د زمه وارۍ منلو باوجود چارواکي په ملک کې د داعش موجودګي ردوي.

د پېښور سره جوختې پرتې نيمې قبايلي سيمې اېف ار پېښور کې امنيتي ځواکونو د دوشنې په ورځ د لټون عملیات کړي او د داعش سره په تړاؤ پينځه مشکوک کسان يې نيولي دي.

پاکستان کې د يو شمېر ترهګرو بريدونو د زمه وارۍ منلو باوجود چارواکي په ملک کې د داعش موجودګي ردوي.

ځايي مطبوعاتو د سرچينو لخوا ويلي امنيتي ځواکونو د اېف ار پېښور په حسن خېلو علاقه کې د دينې مدرسې نه د حنيف په نوم يو تن نيولی دی.

د سرچينو ترمخه د نيول شوي تن هلې ځلې مشکوکه وې او داسې راپورونه ؤ چې هغه د داعش ملګری شوی دی، هغه څو ورځې وړاندې نيول شوی او په نورو عملياتوکې پينځه تنه نيول شوي دي.

سرچينو ویلي، ځايي خلک هم اندېښمن دي د کله نه چې په سیمه کې د داعش د موجودګۍ خبرونه خواره شوي دي، دويې د عملياتو هرکلی کړی ځکه چې د داعش شتون به په علاقه کې د طالبانو وروستو د ترهګرۍ نوې لړۍ پېل کړي.

د قبايلي سيمې د چارواکو په وېنا په سيمه کې عمليات په دې موخه ترسره شوي چې څو مياشتې وړاندې د پېښور په څوکنو کې د داعش د مشرتابه د وژنې وروستو دویې بيا رايوځای نشي.

د جون په مياشت کې امنيتي ځواکونو د پېښور په شاه پور کلي کې ترسره شوو عملیاتو کې د داعش د خېبرپښتونخوا د مشر د وژنې ادعا کړې وه.

هم د جون په مياشت کې د بلوچستان صوبې په مستونګ علاقه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د داعش تر لسو پورې مهم کمانډرانو د وژل کېدو ويل شوي وو.

له دې وړاندې په کراچۍ کې هم د داعش د غړو او پلويانو د نيول کېدو ويل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG