لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز کې په افغان پوځ دطالبانو ځانمرګي برید


دطالبانو ویاند ددغه برید پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې په لسګونو افغان پوځیان وژل شوي
دطالبانو ویاند ددغه برید پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې په لسګونو افغان پوځیان وژل شوي

چارواکي وايي‌ دافغانستان په کندوز ولایت کې دملي اردو په ځواکونو یو ځانمرګي برید شوی چې پکې عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوختو ترڅنګ درې ټانکونه هم تباه شوي دي .

دغه ځان وژونکی برید د سه شنبې په ورځ په چهار درې اولسوالۍ کې دملي امنیت په ځانګړو ځواکونو شوی دی .

دپژواک په نوم دافغانستان یوې خبري شبکې د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت دامر سمونوال صفرمحمد اکبري له خولې ویلي دملي امنيت ځواکونه پر عملياتو بوخت وو چې یو ځان مرګي یې ترڅنګ ځان والوځولو.

هغه وایي په دغه ځانمرګي برید کې یو پوځي وژل شوی اؤ څلور نور زخمیان دي

خوپه دغه سیمه کې دپولیسو یو بل مشر حيات الله ویلي په دغه برید کې اتوؤ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دطالبانو ویاند ددغه برید پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې په لسګونو افغان پوځیان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ملي پوځ دطالبانو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت نا وخت په مختلفو ولایتونو کې طالبان په مهمو سیمو دقبضې دعوې هم کوي.

افغان حکومت دریځ لري چې طالبان په افغان پوځ دغه ترهګریز بریدونه دپاکستان په لمسون اؤ مرسته کوي خو پاکستان د افغانستان دغه تورونه ردوي.

دکابل تر څنګ واشنګټن هم دریځ لري چې پاکستان پخپله خاوره ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ دپاکستان دخاورې نه ترهګر نورو هیوادونو ته د ورانکارۍ دپاره وړ اوړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG