لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو صدر ټرمپ نه افغانستان څخه دخپلو سرتیرو دویستلو غوښتنه کړې


دافغان حکومت په ضد په جګړه بوختو یاغي طالبانو دشپاړس کلنې جګړې وروسته د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ څخه په یو پرانستي لیک کې غوښتنه کړې ده چې دافغانستان څخه باید خپل پوځونه وباسي.

طالبانو په دغه لیک کې صدر ټرمپ ته دا ګواښ هم کړی چې که چرې افغانستان ته یې خپل نور سرتیري ولیږل نو دوي به دامریکا د سیالیو هیوادونو څخه مرسته وغواړي.

دغه اوږد لیک چې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ مطبوعاتو ته لیکلی په کې ویل شوي چې دامریکا لخوا افغانستان دپاره خپل تګلارې ته بیا دسره کتنه ښایي چې صدر ټرمپ دمخکنیو مشرانو تیروتنې درک کړي دي.

طالبان وایي “خو دا چې دنوې تګلارې له مخې افغان کشاله باید جنګ خوښو جنرالانو ته ونه سپارل شي بلکې امریکا دې افغانستان څخه دخپلو پوځیانو ویستل باوري کړي”

طالبانو د ټرمپ انتظامیې لخوا افغانستان ته دنورو ځواکونو لیږلو سره په دغه لیک کې کلک مخالفت ښودلی اؤ ویلي یې دي چې امریکا افغانستان ته نور پوځیان ولیږي نو نور زیانونه به هم وویني.

د۱۶۰۰ټکو په دغه لیک کې ویل شوي چې د امریکې( افغانستان څخه) راوتل به امریکایي پوځیان له زیانه وژغوري اؤ په دغه هیواد کې روانه وراثتي جګړه به هم ورسره پایې ته ورسیږي.

اوس مهال په افغانستان کې د امریکا۸۴۰۰ پوځیان میشته دي اؤ په افغانستان کې دافغان پوځیانو دتربیې اؤ دترهګرۍ په ضد امریکایي عملیاتو کې د چټکیتا راوستلو په موخه صدر ټرمپ څخه دغه هیواد ته د نورو ۴۰۰۰ امریکایي سرتیرو د لیږلو غوښتنې هم کیږي خو صدر ټرمپ لا دغو وړاندیزونو یا غوږونو ته غوڅ ځواب نه دی ویلی.

دافغانستان په موجوده وضعیت کې چې طالبان ورځ تر ورځه په افغان پوځ خپل بریدونه سیوا کوي افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو په بشپړ مخنیوي نه دي بریالي شوي.

په دې وروستیو کې دامریکا له لوري په جاري شوي یو راپور کې ویل شوي وؤ چې طالبان دامهال د افغانستان په ۵۰ فیصده خاوره خپل کنټرول لري اؤ ددې ترڅنګ دافغانستان په ختیز کې تندروه ډلې داعش هم خپلې پښې مضبوطې کړي.

افغان ځواکونه دداعش اؤ طالبانو سره په دوؤ محاذونو په جګړه بوخت دي اؤ څیړونکي وایي چې دغې بوختیا طالبانو ته د ځان پیاوړي کولو فرصت ورکړی.

طالبانو په دغه لیک کې طالبانو په ګڼو موضوعاتو نظر ورکړی د ملي یووالي په حکومت یې هم نیوکې کړي اؤ د اولسمشر اشرف غني په ضد ترکیه کې د جوړ شوي نوي سیاسي ائتلاف یادؤنه یې هم کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG