لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دطالبانو پرانستي لیک ته دځواب وئیلو نه انکار کړی


ویاندې وویل نن چې په افغانستان کې د امن کوم خراب وضعیت لیدل کیږي ددې ذمه وار طالبان دي
ویاندې وویل نن چې په افغانستان کې د امن کوم خراب وضعیت لیدل کیږي ددې ذمه وار طالبان دي

امریکا ویلي دصدر ټرمپ په نوم یې دطالبانو پرانستی لیک کتلی خو په رسمي کچ دطالبانو بیانیو اؤ لیکنو ته ځوابونه نه وایي .

امریکا په افغانستان کې د بې ثباتۍ اؤ روانې جګړې ذمه وار هم یاغي وسله وال طالبان ګرځولي اؤ وایي چې طالبان په ښځو اؤ ماشومانو هم بریدونه کوي چې دا دطالبانو دترهګرۍ یوه بدرنګه نمونه ده.

دغه څرګندونې دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیټر ناورټ دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال د طالبانو لخوا دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ په نوم د پرانستي لیک په غبرګون کې کړي دي.

طالبانو تیره ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ په نوم یو پرانستي لیک کې غوښتنه کړې وه چې امریکا دې افغانستان ته خپل نور سرتیري نه رالیږي بلکې د شپاړس کلنې جګړې پایې ته د رسؤلو په خاطر دې افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي.

دمطبوعاتي کانفرنس په مهال چې کله دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې نه دطالبانو ددغه لیک په هکله دامریکایي حکومت نظر وغوښتل شو نو وئ ویل “هو دطالبانو لیک مو لیدلی دی خو مونږ د هغوئ اعلامیو اؤ خبر پاڼو په هکله نظر نه ورکوؤ”

ویاندې وویل نن چې په افغانستان کې د امن کوم خراب وضعیت لیدل کیږي ددې ذمه وار طالبان دي.

هغې وویل “ لږې ورځې اګاهو داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو دافغانستان په یو کلي کې په ښځو اؤ ماشومانو برید کړی دی نو چې یو څوک په ښځو ا‌ؤ ماشومانو بریدونه کوي دغه دترهګرۍ یو بدرنګ شکل دی”

د سه شنبې په ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ په نوم خپور کړي‌ یو پرانستي لیک کې ویلي وؤ چې دامریکا لخوا افغانستان دپاره خپلې تګلارې ته بیا دسره کتنه ښایي چې صدر ټرمپ دمخکنیو مشرانو تیروتنې درک کړي دي.

طالبانو دا ګواښ هم کړی ؤ چې که چرې امریکا افغانستان ته خپل نور سرتیري راولیږي نو دوئ به دامریکا د سیالو هیوادونو څخه مرسته وغواړي.

په افغانستان کې یاغي طالبان ورځ تر ورځه په افغان پوځ خپل بریدونه سیوا کوي افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو په بشپړ مخنیوي نه دي بریالي شوي.

په دې وروستیو کې دامریکا له لوري په جاري شوي یو راپور کې ویل شوي وؤ چې طالبان دامهال د افغانستان په ۵۰ فیصده خاوره خپل کنټرول لري اؤ ددې ترڅنګ دافغانستان په ختیز کې تندروه ډلې داعش هم خپلې پښې مضبوطې کړي.

افغان ځواکونه دداعش اؤ طالبانو سره په دوؤ محاذونو په جګړه بوخت دي اؤ څیړونکي وایي چې دغې بوختیا طالبانو ته د ځان پیاوړي کولو فرصت ورکړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG