لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختيځ افغانستان کې امریکايي سرتېری وژل شوی


بيان کې ويل شوی ژوبل د درملنې دپاره وړل شوي دي.
بيان کې ويل شوی ژوبل د درملنې دپاره وړل شوي دي.

د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي، ختيځ افغانستان کې د داعش په ضد عملياتو کې يو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.

د امريکايي پوځ ترمخه دغه عمليات چې د امریکا او افغانستان سرتېرو په ګډه ترسره کول یو امريکايي او يو افغان سرتېری پکې ژوبل شوي هم دي.

بيان کې ويل شوی ژوبل د درملنې دپاره وړل شوي دي. پوځ په خپل بيان کې نور تفصيل نه دی ویلی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي د دغه پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي پېښه د چهارشنبې په ورځ د اچين ولسوالۍ (ضلعې) په مامند دره سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي د امريکايي عسکر د وژنې ويلي او افغان ځواکونو ته د اوختي زيان معلومات نه دي ويليي، ځينو راپورونو کې د افغان امنیتي خصوصي ځواکونو د دوه سرتېرو د وژنې ويل شوي خو چارواکو يې پخلی نه دی کړی.

دداعش د طرفه هم د تازه عملیاتو په اړه کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان ننګرهار صوبې اچين ولسوالۍ او خواؤشا سيمو کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د داعش د موجودګۍ ويل کيږي او په دغو سيمو کې امریکايي او افغان ځواکونه د داعش په ضد عمليات هم کوي.

د اپرېل په مياشت کې امریکايي ځواکونو په اچين کې د داعش په ضد تر ټولو غټ بم د (بمونو مور) هم کارولی وو.

بل لور ته افغان چارواکو ويلي د چهارشنبې په ورځ اچين کې د داعش په ضد هوايي بريدونو کې د داعش ۴۵ وسله وال وژل شوي او پینځه مرکزونه يې تباه کړی شوي دي.

د ننګرهار د پوليس وياند حضرت حسېن مشرقوال دغه خبر ورکړی دی.

راپورونه وايي د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې هم د افغان ملي پوځ په یو مرکز ځانمرګی برید شوی او درې سرتيري پکې ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG