لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:هوايي بریدونو کې دداعش۴۵جنګیالي وژل شوي


دغه بریدونه اچین اولسوالۍ کې دداعش په جنګیالو شوي دي
دغه بریدونه اچین اولسوالۍ کې دداعش په جنګیالو شوي دي

پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان دننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي ددغه ولايت اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال ۴۵ داعش وسله وال وژل شوي چې بهرني وسله وال هم په کې شامل دي.

اچین دننګرهار هاغه سیمه ده چې پکې د تندروه ډلې داعش وسله وال خپل پیاوړي مرکزونه لري اؤ د روان کال د اپریل په میاشت کې دلته امریکایي ځواکونو په داعش د نړۍ تر ټولو ستر بمي برید هم کړي ؤ چې په پکې دداعش مهم کمانډران اؤ په لسګونو جګیالي وژل شوي وؤ.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقوال دمطبوعاتو ته ویلي پرون (چهارشنبه ) ناوخته د اچين ولسوالۍ په مکراڼه سيمه کې بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو پر په مرکزونو چټک هوایي بریدونه کړي اؤ هغوئ ته دیې زیات زیانونه اړولي دي.

هغه دعوه وکړه چې په دغو بریدونو کې دداعش ۴۵ جنګیالي وژل شوي اؤ ګڼ شمیر ژوبل شوي اؤ ددې ترڅنګ د هغوئ ګڼې ځالې هم له مینځه وړل شوي دي.

حضرت حسین زیاتوي چې په وژل شوؤ کې دداعش ځینې بهرني غړي هم شامل دي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې ددغو جنګیالو تعلق د کوم هیواد سره ؤ.

په اپریل کې چې امریکایي ځواکونو د بمونو د مور په نوم کوم ستر بم اچین کې د داعش په جنګیالیو غورځولی ؤ دهغې نه وروستو افغان چارواکو دعوه کړې وه چې دغه برید کې ۱۳ بهرني جنګیالي وژل شوي چې د اتوؤ تعلق پکې دپاکستان سره ښودل شوی ؤ.

په افغانستان کې دامهال داعش اؤ طالبان زیات فعاله دي اؤ په نزدې ورځو کې د امریکا له لوري جاري شوي یو راپور کې ویل شوي وؤ چې دافغانستان په ۵۰ فیصده خاوره طالب جنګیالي تسلط لري .

ددې ترڅنګ په یو شمیر سیمو کې دداعش وسله والو هم خپلې پښې مضبوطې کړي دي اؤ وخت په وخت په افغان ځواکونو اؤ عام اولس بریدونه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG